دغه ځوانان وايي چې دا ډول هڅې کولای شي د ټولنې په فکري وده او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
په ژوب کې د ځوانانو د مطالعې او زدهکړې لپاره د کتابتون پرانیسته
د کوزې پښتونخوا د ژوب په سیمه کې د ادریس مفتون په نوم یو مخکښ ځوان په خپل شخصي لګښت د سیمې ځوانانو ته د مطالعې او زدهکړو د زمینې د برابرولو په موخه یو کتابتون پرانیستې دی. د سیمې ځوانانو د یاد کتابتون د پرانیستلو هرکلی کړی او هغه یې د مطالعې او سیاسي شعور د لوړولو په لور یو مهم ګام بللی دی.