په استرالیا کې چې نفوس یې ۲۷ میلیونه وګړو ته رسیږي هرکال شاوخوا ۲۵ میلیارد استرالیايي ډالره (۱۶میلیارد امریکايي ډالره) په قمار کې بایلل کېږي او له همدې امله د قمارخانو د اعلانونو د مخنیوي غوښتنې زیاتې شوې دي.
د قمار وهلو د زیانونو د څیړنې مرکز ویلي چې استرالیايان په انفرادي توګه په نړۍ کې تر نورو زیاتې پیسې په قمار کې بایلي.
د مخورو استرالیایانو یو ایتلاف د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتي دي چې په استرالیا کې د قمار وهلو په اړه اشتهارونه منع کړي، چې په کې د نورو هېوادونه په پرتله استرالیايي قمار وهونکي زیاتې پیسې بایلي.
په استرالیا کې پر تلویزیوني شبکو، راډیوګانو او بلبورډونو باندې د قمار وهلو پراخ اعلانونه خلک قمار ته هڅوي.
د قمار وهلو ماشینونه د شراب څښلو په مرکزونو کې هم لګول شوي دي او دا مرکزونه تر ډېره خپل عواید له همدغو ماشینونو څخه ترلاسه کوي.
له ۶۰ زیاتو مخورو استرالیایانو د دغه هېواد صدراعظم انتوني البانیز او همداشان د مخالف ګوند مشر ته په یو لیک کې لیکلي: "په استرالیا کې د قمار وهلو په اړه اشتهارونه چې په یو کال کې د تلویزیونونو او راډيوګانو څخه له کوم بندیز پرته یو میلیون اشتهارونه خپاره شوي له کنټرول څخه بهر شوي."
د استرالیا یو شمیر پخوانیو سیاسي مشرانو، د اتحادیو غړو، لوبغاړو او دیني مشرانو هم پر دغه لیک باندې لاسلیک کړی دی.
هغوی په دغه لیک کې د حاکم ګوند او د مخالف ګوند له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په درېیو کلونو کې د قمار وهلو د اشتهارونو د غیرقانوني کېدو پر سر توافق ته ورسېږي. دا وړاندیز په استرالیا کې د قمار وهلو د زیانونو د راپور له سپارښتنو سره چې په ۲۰۲۳ کال کې خپور شو یووالی لري.
د استرالیا پخواني صدراعظم جان هاوارډ چې پر لیک باندې یې لاسلیک کړی دی ویلي: "زیات استرالیاییان د قمار وهلو په اړه د اشتهارونو له زیاتوالي او د قمار له مخ په زیاتېدونکو زیانونو څخه اندېښمن دي."
په قمار وهلو کې د اصلاحاتو د ایتلاف اجرایي رئیس مارتین تامس وویل: "د قمار د شرکتونو له خوا زموږ د ماشومانو د په نښه کېدو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه د قمار وهلو په اړه د اشتهارونو بندولو ته اړتیا ده."
د استرالیا Nine Entertainment ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد حکومت به په راتلونکې اونۍ کې د یو قانون د جوړولو وړاندیز وکړي چې له مخې به یې ښایی د قمار وهلو اشتهارونه محدود شي، خو په بشپړ ډول به منع نشي.
د استرالیا صدراعظم تېره اونۍ وویل چې حکومت یې د قمار وهلو د زیانونو د کچې راټیټولو ته ژمن دی خو د اشتهارونو د منع کولو په اړه یې معلومات ورنکړل.
فورم \ دبحث خونه