د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د یاغیانو په بریدونو کې ۱۰ امنیت ساتونکي وژل شوي


د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت له کلونو راهیسې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو ډلو، بلوڅ یاغیانو او سني مسلمانو افراطیانو له خوا د رامنځته شویو ناکراریو سره مخامخ دی.
د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت له کلونو راهیسې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو ډلو، بلوڅ یاغیانو او سني مسلمانو افراطیانو له خوا د رامنځته شویو ناکراریو سره مخامخ دی.

د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۴ (وري ۱۶) راپور ورکړ چې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د یوې یاغي ډلې له خوا په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ایراني امنیت ساتونکي وژل شوي دي.

دغه بریدونه د سیستان-بلوچستان په ولایت کې شوي چې له کلونو راهیسې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو ډلو، بلوڅ یاغیانو او سني مسلمانو افراطیانو له خوا د رامنځته شویو ناکراریو سره مخامخ دی.

دولتي ټلویزیون د مقاماتو له خولې راپور ورکړ چې "د تروریستي بریدونو قضیه د امنیتي ځواکونو د ۱۰ غړو په شهادت، او د ۱۸ ترهګرو په وژل کېدو سره تړل شوې ده."

له دې وړاندې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر پنځه ښودل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مجید میراحمدي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل: "په راسک کې د سپاه پاسداران پر اډه او په چابهار کې د پولیسو پر پوسته د شپې له خوا په تروریستي بریدونو کې د سپاه پاسداران او پولیسو پنځه غړي شهیدان شول."

ميراحمدي ويلي چې د چهارشنبې د ماښام په دغو نښتو کې له لسو زيات امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د ایران ضد وسله والې ډلې جیش العدل په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي چې دغه بریدونه د دوی کسانو کړي دي.

په پاکستان کې میشته، د سني مسلمانانو یاغیانو دا ډله چې په ۲۰۱۲ کې رامنځته شوې، د ایران او متحده ایالاتو لخوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله ده.

جیش العدل د دسمبر په میاشت کې، په سیستان-بلوچستان کې په وروستیو کلونو کې یو له ترټولو خونړي برید د مسئولیت ادعا وکړه. د راسک په ښار کې د پولیسو په یو مرکز باندې په دغه برید کې ۱۱ پولیس ووژل شول.

دې ډلې د جنوري په میاشت کې د راسک ښار د پولیسو په یو بل مرکز باندې هم د برید ادعا وکړه چې یو پولیس پکې ووژل شو.

له دې پیښې یوه اونۍ وروسته، ایران وویل چې د پاکستان په خاوره کې یې د دې ډلې پر مرکزونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. پاکستان په غبرګون کې وویل چې د ایران دننه یې پر یاغیانو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د ایران او پاکستان ترمنځ دې تاوتریخوالي په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې په داسې حال کې رامنځته کړې چې په غزه کې اسرائیل او حماس په جګړه بوخت دي. خو د جنوري په وروستیو کې دواړو هیوادونو په خپلو کې د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړه.

د سیستان-بلوچستان بې وزله ولایت، چې له افغانستان سره هم پوله لري، د ایران یو له هغو محدودو ولایتونو څخه دی، چې ډېری وګړي یې سنیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG