د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ څرګندونو ته د ناټو غبرګون؛ امریکا اروپايي متحدینو ته اړتیا لري


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، د امریکا متحده ایالتونه پوهیږي چې دغه دفاعي تړون د هغه هېواد د امنیت لپاره څومره مهم دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، د امریکا متحده ایالتونه پوهیږي چې دغه دفاعي تړون د هغه هېواد د امنیت لپاره څومره مهم دی.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لانجمنو څرګندونو وروسته د شمالي اټلانټیک تړون سازمان (ناټو) عمومي‌ منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې اروپا خپل دفاعي لګښتونه ډیر کړي او امریکا دغه پوځي تړون ته اړتیا لري.

ټرمپ روانه اوونۍ په جنوبي کارولینا کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې وویل، چې هغه د ناټو متحدینو ته خبرداری ورکړی چې که دوی د خپلو دفاعي لګښتونو لپاره کافي لګښت ځانګړې نه کړي، هغه به روسیه وهڅوي "هر څه چې وغواړي" تر سره یې کړي. هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې چې واشنګټن ښايې د هغو هیوادونو ساتنه ونه کړي چې ناټو ته کافي دفاعي لګښت نه ورکوي.

د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونو ته په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ یو ویاند ویلي، چې پخوانی ولسمشر" وژونکي رژیمونه" هڅوي چې زموږ پر نږدې متحدینو برید وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاند دغه راز څروګندونې بې باکانه وګنلې او ویې ویل چې د امریکا ملي امنیت، نړیوال ثبات او کورني اقتصاد ته خطر پېښوي.

سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۴ ( سلواغې ۲۵مه) په بروکسل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "تمه لرم چې د ناټو ۱۸ غړي هېوادونه سږ کال د خپل ناخالص تولید دوه سلنه برخه په دفاعي برخه کې ولګوي."

هغه زیاته کړه، چې پر اوکراین د روسیې له بشپړ پوځي یرغل دوه کاله وروسته د ناټو په دفاعي لګښتونو کې زیاتوالی بې ساری دی.

د ناټو عمومي منشي د ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، د امریکا متحده ایالتونه پوهیږي چې دفاعي تړون د هغه هېواد د امنیت لپاره څومره مهم دی. هغه زیاته کړه چې امریکا هیڅکله "یوازې" جګړه نه ده کړې.

د ناټو عمومي منشي همدارنګه وویل چې دا نیوکه پر ناټو نه ده، بلکې د ناټو د ځینو غړو هېوادونو په اړه ده چې د ددغه پوځي ټلوالي لپاره کافي لګښت نه ورکوي. هغه زیاته کړه چې د اروپايي متحدینو په پوځي بودیجه کې نوی زیاتوالی دا ثابتوي چې دغه پیغام د دوی له خوا اورېدل شوی دی.

سټولټنبرګ وویل، اروپايي هېوادونه به سږ کال په دفاعي برخه کې ۳۸۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

جرمني د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره دې هدف ته رسېدلی چې د خپل ناخالص ملي عاید دوه سلنه دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.

سږ کال د جرمني حکومت شاوخوا ۷۶.۸ میلیارده ډالره دفاعي چارو ته د عادي او ځانګړې بودیجې له لارې ځانګړي کړي، خو د دغه هیواد د دفاعي بودیجې کره اندازه معلومه نه ده.

د ناټو د مخکني اټکل پر بنسټ، تمه کیده چې د دغه پوځي ټلوالې ۱۱ غړي هېوادونه؛ امریکا، پولنډ، یونان، استونیا، لاتویا، فنلنډ، رومانیا، هنګري، لاتویا، او انګلستان او سلواکیا به په ۲۰۲۳ کال کې د دوه سلنې هدف ته ورسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG