د لاس رسي وړ اتصالات

د ګرامي د ۲۰۲۴ جایزې؛ ټیلر سویفټ د څلورم ځل لپاره د کال د غوره البوم جایزه وګټله


تیلور سویفټ د کال د البوم غوره جایزه وګټله
تیلور سویفټ د کال د البوم غوره جایزه وګټله

د امریکا مشهورې سندرغاړې او سندرې جوړوونکې ټیلر سویفټ د ګرامي د هنري جایزو په ۶۶م مراسمو کې د کال د البوم جایزه وګټله.

دا مراسم د یکشنبې په ماښام فبروي څلورمه (سلواغه ۱۵) د امریکا د لاس انجلس په ښار کې ترسره شول.

دا څلورم ځل دی چې ټیلر سویفټ د کال د البوم جایزه ګټي، دا د هغې په هنري ژوند کې او د دغو جایزو په تاریخ کې یو ریکارډ دی.

د دغو مراسمو څلور اصلي جایزې ښځو ته ځانګړې شوې وې. دریو نورو هنرمندانو مایلي سایرس، بیلي ایلیش او ویکټوریا هم په ترتیب سره د کال د موسیقۍ، غوره سندرې او غوره هنرمندې جایزې وګټلې.

افغان امریکایي پيانو غږوونکو او سندرې جوړوونکی عمر اکرم هم د دویم ځل لپاره د « نوي عصر د غوره البوم» جایزې ته کاندید و، خو امریکايي ایټالوي سندرې جوړوونکې کارلا پتولو دا جایزه وګټله.

په ۲۰۱۳ کال کې د عمر اکرم د «د مینې انګازې» البوم د ګرامي جایزه ګټلې وه او په لومړي ځل یې د دغو جایزو ګټونکو په لست کې خپل نوم ثبت کړی و.

هغه وايي له ماشومتوب څخه له موسیقۍ سره علاقه لري او په شپږ کلنۍ کې یې پیانو زده کړې ده.

د هغه پلار د افغانستان پخوانی دپلومات و او د خپل پلار د دندې له کبله یې په مختلفو هېوادونو کې موسیقي زده کړه. عمر اکرم لومړی د چک په جمهوریت، بیا فرانسې او بیا په متحدو ایالتونو کې د موسیقۍ زده کړې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG