د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر صدراعظم: له حماس سره د یرغمل شویو په معاملې کې کوچني عملي مسائیل پاتې دي


د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په ګډ خبري کنفرانس کې
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په ګډ خبري کنفرانس کې

د قطر صدراعظم د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) د جزییاتو او مهال ویش له ورکولو پرته وویل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو معامله چې حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې په برید کې نیولې وو، اوس په "کوچنیو" عملي مسئلو پورې تړلې ده.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشر جوزپ بوریل سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "هغه ننګونې چې په خبرو اترو کې پاتې دي د لویو ننګونو په پرتله خورا کوچنۍ دي، تر ډیره لوژیستیکي مسایل دي، ډیر یې عملي [چارې] دي."

قطر د موقتي اوربند په بدل کې د ۲۴۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د خبرو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده، د منځګړیتوب هغه هڅې چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې څلور یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي.

د قطر صدراعظم وویل: "دا معامله د تیرو څو اونیو په ترڅ کې وخت په وخت د لوړو ژورو څخه تیریږي." هغه زیاته کړه: "فکر کوم چې زه اوس ډیر ډاډه یم چې موږ ډیر نژدې یو چې یوې معاملې ته ورسیږو چې خلک په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه شي."

اسرائیل د اکټوبر د اوومې نېټې د بریدونو په غبرګون کې د حماس د له منځه وړلو ژمنه کړې ده، د اسرائیلي مقاماتو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، چې اکثر یې ولسي وګړي وو او ۲۴۰ تنه یې یرغمل شول.

د حماس حکومت چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې واکمن دی، وایي د اسرائیل د پوځ په بې رحمانه هوايي او ځمکني کمپاین کې تر اوسه ۱۲۳۰۰ کسان وژل شوي چې له ۵۰۰۰ څخه زیات یې ماشومان دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل، چې اردن ته له سفر مخکې ټاکل شوې د قطر له امیر سره وګوري، پر اسرائیل د حماس د برید په غندلو سره د ټولو یرغمل شویو "غیر مشروطه خوشې کولو" غوښتنه وکړه.

بوریل زیاته کړه: "د وحشتونو تر منځ هیڅ درجه بندي نشته، یو وحشت بل وحشت نه توجیه کوي،" د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر همداشان په سیمه کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د "دوامداره سولې" رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د واشنګټن پوسټ د راپور له خپرید وروسته چې د جګړې د وقفې په بدل کې په غزه کې د یرغمل شویو میرمنو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره ازمایښتي موافقې امکان شته، د امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې معاملې د کولو لپآره هڅه کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې ټولې خواوې به لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره جنګي عملیات ودروي او ځینې یرغمل شوي کسان به خوشې شي.

سپینې ماڼۍ د شنبې په ماښام په بیړه په ایکس ټولنیزه شبکه د یو پیغام په خپرولو سره د کوم لوی پرمختګ څخه انکار وکړ.

د قطر صدراعظم ثاني د یکشنبې په ورځ وویل چې "د معاملې له لاس لیک دمخه په میډیا کې د خبرو اترو په اړه څرګندونې غیر ګټورې دي".

بایډن د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې هغه د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره یوې معاملې ته د رسیدو لپاره "په معتدله بڼه هیله مند" دی چې باور کیږي شاوخوا ۱۰ امریکایی اتباع پکې شامل دي.

اسرائیل تر دې دمه د ټولو بندیانو د خوشې کیدو پرته د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG