د لاس رسي وړ اتصالات

د سپوږمۍ پر سطحه د هند د څیړنیزې فضایي بیړۍ د بیا فعالولو هڅې تر اوسه ناکامې شوې


 د وکرم توغندی استونکی چې د پراګیان څیړونکی ماشین لخوا یې عکس اخیستل شوی دی
د وکرم توغندی استونکی چې د پراګیان څیړونکی ماشین لخوا یې عکس اخیستل شوی دی

د هند فضايي اداره وايي، چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې ددغه هېواد د څیړنیزې فضايي بیړۍ تر بریالۍ ناستې وروسته، یاده بیړۍ چې په سپوږمۍ کې د شپې په راتګ او د سختې یخنې څخه د خوندیتوب په موخه د 'خوب موډ' ته اړول شوې وه، بیا تراوسه فعال شوی نه ده.

دغه اداره وايي، دوی نه دي توانېدلي چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د وکرم له توغندي استونکي او پراګیان له څیړونکی ماشین سره چې د چندریان۳ ماموریت برخه ده، اړیکه ټینګه کړي.

دغه پلټونکي سپوږمکۍ چې نږدې یوه میاشت مخکې د سپوږمۍ سویلي قطب ته نږدې په بریالۍ توګه ښکته شوه او د هند لپاره یې یوه تاریخي شیبه ثبت کړه، د لسو ورځو لپاره د سپوږمۍ پر سطحه له سلو مترو څخه زیات سفر وکړ او ساینسي معلومات یې راټول کړل.

دا سپوږمکۍ چې د "سپوږمۍ د رازونو د موندلو" لپاره لیږل شوې، ځمکې ته یې د انځورونه او ساینسي معلومات د لیږلو برسیره، په سپوږمۍ کې د سلفرو، اوسپنې، تیتانیم او اکسیجن شتون هم تائید کړ.

د روان سپتمبر په دوېمه نېټه، د هند د فضايي څېړنو د ادارې ساینس پوهانو هڅه وکړه چې له لمر لوېدو او د سپوږمۍ د شپې له سختې یخنې‌ څخه دمخه د وکرم توغندي استونکي او پراګیان څیړونکی ماشین د حساسو پرزو له کنګل کېدو د مخنیوي لپاره، د هغوي حالت د 'خوب موډ' ته واړوي. د دواړو، د وکرم او پراګیان حالت د سپتمبر په څلورمه د خوب موډ ته واړول شو.

د ځمکې پرتله سپوږمۍ کې د شپې او ورځې ساعتونه توپیر لري، پدې مانا چې د سپوږمۍ هره ورځ او شپه د ځمکې له نږدې ۱۴ ورځو سره برابره ده. همداراز د شپې پر مهال په سپوږمۍ کې هوا د سانتي‌ګراد په کچه، منفي ۲۰۰ او ۲۵۰ درجو ته راټیټیږي.

وروسته له هغه چې دواړه، وکرم توغندي استونکي او پراګیان څیړونکی ماشین د خوب موډ ته لاړل، د هند د فضايي څېړنو ادارې (ای ایس ار او) په یوې اعلامیې کې وویل، چې دغه دواړو ربوټونو خپلې لومړنۍ دندې (د چندریان-۳ ماموریت) ټولګه بشپړه کړې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې، د هند د فضايي څېړنو اداره ډاډه ده چې وکرم او پراګیان به د سپوږمۍ د شپې له سختې یخنې څخه روغ را ووځي.

د هند د فضايي څېړنو ادارې همداراز ویلي‌وو، چې د جمعې په ورځ به د دې پلټونکی ربوټ له راویښېدو وروسته، به د هغه په لمریز تختو لمر وځلېږي او بترۍ به یې چارج کړي. دې ادارې دا هم ویلي، چې که یاده فضايي بېړۍ بیا راويښه نه شي، نو دا به "د تل لپاره په سپوږمۍ کې د هند د سفیر په توګه پاتې شي."

خو د تېرې جمعې په ورځ د هند د فضايي څېړنو ادارې په ایکس‌ټولنیزې رسنۍ کې وويل: "د وکرم او پراګيان سره د اړیکو نيولو هڅې روانې دي، خو تر اوسه له دوی څخه کوم سيګنال نه دی ترلاسه شوی."

دې ادارې ویلي، چې دا معلومه نه ده چې ایا له وکرم او پراګیان سره اړیکه به بیا ټینګه شي او همداراز د سپوږمۍ د سطحې د ماموریت ساینسي څیړنه به بیا پیل شي یا نه.

د هند د فضايي څېړنو اداره په خپل وروستي پیغام کې ویلي، چې له وکرم توغندي استونکي او پراګیان څیړونکی ماشین سره د اړیکو د ټینګولو هڅې به لږ تر لږه د اکتوبر د میاشتې تر شپږمې نیټې پورې دوام وکړي.

د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د چاندریان-۳ څیړنیز فضايي بیړۍ ناسته، څو ورځې وروسته له هغې وشوه چې په همدې سیمه کې د روسیې یوه پلټونکې (لونا-۲۵) سپوږمکۍ وغورځېده.

تر اوسه یوازې امریکا، روسیه او چین توانېدلي چې د سپوږمۍ پر سطحه فضايي بېړۍ را ښکته کړي، خو هند لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې یې یوه فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره ښکته کړي.

یاده دې وي، چې په ۲۰۱۴ کې، هند لومړنی اسیایي هیواد شو چې د مریخ مدار ته یې سپوږمکۍ ولیږله، او درې کاله وروسته، د هند یوې فضايي بیړۍ په یو ماموریت کې ۱۰۴ سپوږمکۍ فضا ته ولیږلې.

په وروستیو کلونو کې د سپوږمۍ په سطحه کې سپړنړ ته نوې لېوالتیا زیاته شوې ده. ساینس پوهان هڅه کوي چې معلومه کړي چې ایا دا به ممکنه وي چې د هغو منرالونو او نورو سرچینو استخراج چې په ځمکه کې په خلاصیدو دی، آیا په سپوږمۍ کې ممکن دی او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG