د لاس رسي وړ اتصالات

هند د سپوږمکۍ ضد میزایل په کامیابۍ وازمایه


د هند صدراعظم ویلي چې هیواد یې د سپوږمکۍ ضد میزایل په کامیابی سره ازمویلی او دغه عملیات یې د هند د فضایي پروګرام په برخه کې یو لوې ګام ګڼلی دی.

نريندرا مودي د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۲۷مه) د هند خلکو ته په یو تلویزوني خطاب کې وویل چې هندي ساینسپوهانو د ځمکې په مدار کې یوه سپوږمکۍ توغولې چې د ځمکې له اتموسفیر څخه ۳۰۰ کیلومتره پورته وه.

دغه عملیاتو ته د شکتي (ځواک) نوم ورکړل شوی و او د”لیو“ نومې سپوږمکۍ په ۳ دقیقو کې وویشتل شوه. نریندرا مودي دغه عملیات د هند د فضایي پروګرام کې یو پرمختګ وګڼلو او زیاته یې کړه چې نن ورځ هندوستان د امریکا متحده ایالتونو، روسیې او چین په څیر د نړۍ یو فضایي قدرت ګنل کیږي.ښاغلي مودي وویل ”مونږ یواځې د خپلې خاورې، اوبو او هوا د ساتلو ځواک نلرو بلکې د خپلې فضا ساتلو توان هم لرو. “

د نوې ډيلي د تحقیقاتو او څیړنو مرکز کې څیړونکی”کارتک بومکانتي“ بیا دغه عملیات”ځنډول شوي“ وبلل. هغه وایي چې هند ډیر پخوا ددغه علمیاتو ځواک درلود او نریندرا مودي ترې یواځې د ټاکنو لپاره ګټه اخلي.

د هند په ممبی ایالت کې یو دوکاندار د مودي وینا اوري
د هند په ممبی ایالت کې یو دوکاندار د مودي وینا اوري

تر هند وړاندې د امریکا متحده ایالتونو او شوروي اتحاد د خپلو فضایي څیړنو د پروګرام په لومړیو ورځو کې دغه ازموینې کړې وې. امریکا په ۱۹۸۵م کې یوه سپوږمکۍ توغولېوه، چین بیا په ۲۰۰۷ کې دغه وړتیا تر لاسه کړه.

د هند صدراعظم زیاته کړې چې دغه عملیات یې د هیڅ قسمه نړیوال امنیتي پیمان سره په تضاد کې نه دي او یواځې د هندوستان د ملي امنیت په خاطر تر سره شوي دي.

XS
SM
MD
LG