د افغان کډوالو ځورونې پر ضد په کچلاک کې احتجاجي غونډه
د بلوچستان په کچلاک سیمه کې نن سپتمبر ۱۵مه نېټه، د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څارنې لاندې د سند ایالت په ګډون د پاکستان په بیلابېلو سیمو کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو نیولو او د هغوي ځورولو پر ضد احتجاجي غونډه ترسره شوه. ویناوالو د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ځورول وغندل