د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یو امنیتي مرکز کې د یرغمل نیونې 'پېښه کې ۱۳ تنه وژل' شوي


د تحریک جهاد پاکستان ډله ادعا کوي چې ۶ پاکستاني سرتیري یې وژلي دي.
د تحریک جهاد پاکستان ډله ادعا کوي چې ۶ پاکستاني سرتیري یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې د وسله والو کسانو او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ‌ نښته کې ۱۳ تنه وژل شوي دي دی.

برید د بلوچستان د کالاباغ په سیمه کې شوی دی. د پاکستان پوځ یوه اعلامیه وایي چې بریدګر شپږ تنه وو او په امنیتي اډې کې یې ځینې کورنۍ هم یرغمل کړې وې.

د پوځ اعلامیه زیاتوي برید د جمعې په ورځ پیل شوی و او د شنبې تر سهار پورې روان و، چې شپږ امنیتي ساتونکي، شپږ بریدګر او یو ملکي وګړی په کې وژل شوي دي.

د اعلامیې په اساس په برید کې شپږ تنه نور ژوبل شوي هم دي. وايي برید پای ته رسېدلی او یرغمل شوي کسان ژغورل شوي دي.

سره لدې چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې برید چا کړی خو د «تحریک جهاد پاکستان» په نامه وسله والې ډلې ادعا کړې چې دا برید هغوي کړی.

تر دې وړاندې د پاکستان په پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د دا ډول بریدونو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ، داعش او یا هم بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو کوله.

جګړه د جمعې په شپه هغه وخت وشوه چې د وسله والو یوې ډلې د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار څخه تقریباً ۱۰۰ کلیو مټره لیرې د نیمه پوځي ځواکونو په اډې برید وکړ.

د تحریک جهاد پاکستان ډلې پخوا هم د بلوچستان په ایالت کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي. د ټي جي پي ډلې خپل شتون د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۳ مې وروسته تر هغه اعلان کړ چې د بلوچستان په ولایت کې یې یو سرتیری وواژه او بل یې ټپي کړ.

د ډلې تیره میاشت هم د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په یوې اډې چې په موقتي توګه جوړه شوې وه، لومړی چاودنه وکړه او وروسته یې د پوځیانو سره د سپکو او درنو وسلې ډزې تبادله کړې. پدې برید کې درې سرتیري وژل شوي وو.

سره لدې چې هیڅ کومې ډلې د برید د کولو ادعا نه وه کړې خو د پاکستان د استخباراتي ادارې په یو راپور کې چې د رویټرز خبري اژانس لیدلی ویل شوي و چې پدې برید کې د جهاد پاکستان ډلې لاس درلود.

«تحریک جهاد پاکستان» په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز د برید د کولو ادعا هم کړې چې ۱۸ تنه پکې وژل شوي و او ۵۷ نور ټپي شوي خو پاکستاني استخباراتي چارواکي بیا د دې ډلې شتون نه مني.

د پاکستان یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د مۍ پر درېیمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې «تحریک جهاد پاکستان» اصلاً د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډله یا ټي ټي پي ده.

هغه زیاته کړه، "د دوی مسله دا ده چې کله د تحریک طالبان پاکستان نوم راځي نو [افغانستان کې د طالبانو حکومت] ورسره تر فشار لاندې راځي او هغوی بیا پر ټي ټي پي فشار اچوي چې تاسې له موږ سره یاست او ستاسې له وجې د پاکستان حکومت پر موږ فشار اچوي."

د دې امنیتي چارواکي په خبره، چې کله د تحریک جهاد پاکستان نوم وکارول شي نو د طالبانو حکومت ویلای شي چې دا وسله واله ډله په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده.

د تحریک طالبان پاکستان يو مهم غړي هم د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې «تحریک جهاد پاکستان» د تحریک طالبان تر نفوذ لاندې ده چې دا ډول په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي مشران د طالبانو حکومت له فشاره خلاص شي.

د دې راپور په جوړولو کې د مشال راډیو د معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG