د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس: سږکال له پاکستان، اسټرالیا او اماراتو سره لوبې لرو


د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نصیب خان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د کرکټ د آسیا جام او نړیوال جام برسیره، افغانستان له پاکستان، اسټرالیا، متحده عربي اماراتو او څو نورو ټیمونو سره د سیالیو پلان لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نصیب خان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د کرکټ د آسیا جام او نړیوال جام برسیره، افغانستان له پاکستان، اسټرالیا او متحده عربي اماراتو او څو نورو ټیمونو سره د سیالیو پلان لري.

د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس وايي کرکټ بورډ په نوي کال کې د سیالیو او پلانونو په اړه له بیلابیلو خواوو سره خبرې کړیدي او تابیا لري چې د تېر کال له تجربو نه په زدکړه له نوي فکر او پلان سره د لوبو ډګر ته ووځي.

نصیب خان له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان ټیم د تېر کال د تجربو په اړه وویل: "په ۲۰۲۲ کې موږ د یو لړ ننګونو سره مخ وو. ځکه چې افغانستان کې یو نوی سیاسي نظام راغلی و، سفري مشکلاتو سره مخ وو. نوي لوبغاړي ټیم کې اخیستل شوي او د سترو ټیمونو سره مو سیالۍ درلودې ، خو بیا هم ډیر ښه ځلیدلي یو."

ښاغلی نصیب خان وايي، د هېواد سیاسي او اقتصادي شرایط او د امکاناتو نشتوالی د افغانستان د کرکټ بورډ او ټیم لپاره یوه ستره ستونزه ده چې د داخلي کرکټ د ودې او په افغانستان کې د بهرنیو ټیمونو د کوربه توب مخه یې نیولې ده.

هغه زیاته کړه: "خو زموږ قوت زموږ د ځوانانو به طبیعي استعداد او جوهر کې دی چې په نړیواله سویه لوبیږي او خپل ټیم یې د نړۍ د لومړیو لسو ټیمونو کې قایم ساتلی دی."

XS
SM
MD
LG