د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی چارواکو د پوتین له خوا د احتیاط ځواکونو د خوځولو فرمان د کمزورۍ نښه بللې


د سپتمبر ۱۹مې په دې تصویر کې د اوکراین د اردو یو سرتیری د خارکیف په سیمه کې د ویجاړ شوي روسي ټانک په سر ولاړ دی.
د سپتمبر ۱۹مې په دې تصویر کې د اوکراین د اردو یو سرتیری د خارکیف په سیمه کې د ویجاړ شوي روسي ټانک په سر ولاړ دی.

جګپوړو امریکایي چارواکو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین له خوا اوکراین ته ۳۰۰ زرو روسیي احتیاط ځواکونو د لېږلو امر د مسکو د کمزورۍ او وارخطایۍ نښه بللې ده.

پوتین پرون پنج شنبې سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مشرانو د کلنۍ غونډې له پیلېدو څو ساعته وړاندې، په اوکراین کې د جګړې دپاره د خپل هېواد د پوځ د احتیاطي ځواکونو د جزوي تحرک او خوځېدو اعلان وکړ.

جمهور رئیس بایډن د ملګرو ملتونو غونډې ته د خپلې وینا ډیره برخه د مسکو د غندلو دپاره وکاروله.

هغه وویل: "راځئ چې واضح وغږېږو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه دایمي غړي پر خپل ګاونډي یرغل کړی، او هڅه کوي چې یو خپلواک دولت له نقشې څخه حذف کړي."

بایډن د روسیې پر جمهور رئیس تور ولګاوه چې د اوکراین د ځینو برخو له روسیې سره د نښلولو په هدف یې "د ټولپوښتنې پلمه" جوړه کړې ده.

د احتیاط ځواکونو خوځول له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د روسیې په تاریخ کې بې ساری دی. پوتین هڅه وکړه چې خپل دا اقدام عادي وښيي.

هغه وویل: "دا یو جزوي خوځونه ده. یوازې هغه اتباع چې د احتیاط ځواکونو برخه ده، او همدارنګه، یوازې هغه کسان چې په وسله والو ځواکونو کې یې خدمت کړی، نظامي تخصص او تجربه لري، نظامي خدمت ته راغوښتل کیږي."

خو د روسیې د دفاع وزیر سرګي شوګون څرګنده کړه چې ۳۰۰ زره احتیاط ځواکونه به اوکراین ته واستوي.

کارپوهان وايي که څه هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر لیکو باندې ددغو احتیاط ځواکونو د خوځولو اغېزه ناڅرګنده ده، خو دوی باوري دي چې له دې امله به په روسیه کې د حکومت مخالفت زور واخلي.

د کاتولیک پوهنتون څېړونکی مایکل کیمج د پوتین دا فرمان حیرانوونکی بلي.

هغه وايي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا تازه سرتیري په اغېزناکه توګه په جګړه ایز ځواک کې مدغم کیدی شي او که عملي شي، پایلې به یې د په اوکراین کې د روسیې د اوسنۍ ستراتیژۍ په پرتله، څه وي؟

ښاغلی کیمج وايي، خو دا څرګنده ده چې اضافي پوځیان به خوځول کیږي او دا به ښايي د جګړې د پراخولو لومړی ګام وي.

د چارو دا کارپوه وايي، پوتین په دې فرمان د روسیې له خلکو سره هغه نالیکل شوی تړون مات کړی چې ژمنه یې کړې وه په خپلو پوځي هڅو کې به د روسیې خلک لتاړ نکړي.

د کمیج په آند، د روسیې ډېر داسې وګړي ښايي جګړې ته واستول شي چې فکر یې کاوه جګړه د دوی مسوولیت ندی.

هغه زیاته کړه: "او په همدې دلیل ، تاسو به وګورئ چې ځینې خلک ښايي له همدې امله له هیواد څخه ووځي."

د روسیې جمهور رئیس همدارنګه پر لویدیځ تور ولګاوه چې د اتومي وسلو ګواښونه کوي.

پوتین وویل: "که زموږ د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ شي، موږ به له شک پرته ټول هغه امکانات چې په لاس کې لرو د خپل هېواد او ولس د ساتنې لپاره وکاروو. دا تشې خبرې ندي."

خو د بیلنګ کیټ رسنیز بنسټ کریسټو ګروزیف امریکا غږ ته وویل هغه باوري دی چې د پوتین مرموز اتومي ګواښ ښايي یوه دسیسه وي.

هغه زیاته کړه: "په ځانګړې ډول د پوتین د ضعف په وخت کې، افسران ښايي له داسې فرمانه سرغړونه وکړي ځکه چې یو ضعیف پوتین نشي کولی دوی په آینده کې له محاکمې، عدالت او حتی اخلاقي عدالت څخه خوندي کړي. نو، زه فکر کوم چې د دا د پوتین لخوا تشې خبرې دي چې غواړي اتومي وسلې وکاروي، او ددې امکان خورا لږ دی چې هغه دې ددې وسلو د کارولو امر وکړي."

د پوتین تر ټولو جګپوړي مخالف، د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني چې دا وخت په مسکو کې زنداني دی، د چهارشنبې په ورځ په محکمه کې د حاضرۍ پر مهال په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې د احتیاط ځواکونو خوځونه به د وینې تویدنې او یوې "سترې غمیزې" لامل شي.

XS
SM
MD
LG