د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي که په افغانستان کې د میندواره مېرمنو د روغتیا په اړه ژر تر ژره اقدام ونشي، تر درې کلونو به زرګونه میندواره مېرمنې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
دغه صندوق د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) ویلي چې افغانستان په هرو ۱۰۰زرو ژوندیو زېږونونو کې د ۶۳۸ په مړه کېدو سره د اسیا په کچه د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي: "د میندو د روغتیا په اړه د ژر تر ژره تلپاتي اقدام پرته به ممکن تر ۲۵ میلادي کال پوري تر ۵۱۰۰۰ زیاتو میندو د مړینو شاهدان اوسو. "
د یاد سازمان په وینا د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې په هره میاشت کې ۲۴زره جنین له لاسه ورکول یا «نقصان» کیږي، ځکه په خبره هغوی په اوسني بشري بحران کې ډاکترانو او ماهرو قابلو ته اړتیا لري.
پر همدې مهال په کابل کې د « د نسايي ــ ولادي» روغتون رئیس ډاکترې ملالۍ رحیم فیضي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د ولسوالیو او ولایتونو په مرکزونو کې د میندواره مېرمنو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه شتون لري او هغوی ته خدمات واندې کوي.
خو اغلې فیضي تائید کړه چې د ولایتونو مرکزونو او ولسوالیو کې د ماشومانو او میندو د ملاتړ روغتونونو کې د طبي تجهیزات او درملو کمښت شتون لري.
هغې وویل: "مرستو ته اړتیا لیدل کیږي، په هر روغتون کې باید د نسايي او ولادي یوه متخصصه ډاکتره وي، لږ تر لږه څلور قابله ګانې چې د نسايي او ولادي برخه کې کار کړی وي، په دې برخه کې ولرو او همدارنګه روغتیايي مبلغین چې میندو ته د نوي زېږېدلې ماشوم او مور د روغتیا په اړه معلومات ورکړي."
بلخوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تېره ورځ وویل چې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې ۹.۲۸ امیندواره مېرمنې تلپاتي ساتنې او د میندوارۍ په برخه کې روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ لري.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د معلوماتو په اساس د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې د ۹.۲ میلیون کسانو د روغتیايي سلامتیا او رواني او ټولنیزو اړتیاو لپاره شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا وه چې تر دا مهاله یې یوازې ۱۱ سلنه چمتو شوي دي.
دغه صندوق ټینګار کړی دی چې په دغو پیسو سره به ۲.۲ میلیون میندواره مېرمنو، ۲.۳ پېغلو نجونو او ۲۸۹زره نورو ښځو ته چې د ولادت په مرحله کې دي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوي برابرې کړي.
په افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو د مړینې کچې زیاتوالي په اړه په داسې مهال اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې او نورو خیربه بنسټونو د بشري مرستو په کمېدو او بندېدو سره ددغه هیواد د روغتیايي نظام د سقوط په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.