که څه هم د افغانستان په ډیرو سیمو کی جګړه دریدلې ده، خو د داخلي بې ځایه شویو ډیر کمپونه لا تر اوسه خلاص دي. د افغانستان په شمال کې، د شبرغان ښار ته څېرمه په دغه ډول یو کمپ کې، اکثریت سپین ږیري، ماشومان او ښځې تر خیمو لاندې ژوند کوي او له خیریه مرستو پرته بله کومه چاره نه لری.
دا بې ځایه شوي کورنۍ په ګرمې هوا او خورا سختو شرایطو کې د مضره حشراتو تر ګواښ لاندې ژوند کوي. د UNHCR د اسنادو له مخې د ۲۰۱۲ کال راهیسې ۳.۵ میلیونه افغانان د جنګ جګړو له امله دننه په خپل هیواد کې بې ځایه شوي چې د هغوی ستونزې د اوږدې مودې هواري ته اړتیا لري.
د افغانستان په داخل کې ډیر افغانان چې د جګړو له امله د خپلو کورنو پرېښودلو ته مجبور شوي دي، لا تر اوسه په کمپونو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږئ ادارې (اوچا)، په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر ټولو ډېرې بشري مرستې له داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره شوي دي. د اوچا د راپور له مخې، په دغه کال کې، نږدې اووه لکه افغانان د جګړو له آمله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي او په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
امیر محمد شبرغان ته څېرمه د بې ځایه شویو د کمپ اوسېدونکی دی او وايي: "هغه خلک چې دلته په خیمو کې ژوند کوي، وچه ډوډۍ خوري او د خوراک دپاره نور هیڅ نلري. نه غوړي لري نه وړه لري. له وچې ډوډۍ سره ګزاره کوي". ډیری ماشومان چې باید په هوسا چاپیریال کې یې درس ویلای، اوس دلته تر خیمو لاندې په مایوسئ کې د نامعلوم برخلیک سره شپې ورخې سبا کوي.
د شبرغان په دغه کمپ کې ډیر اوسېدونکي ناروغ دي. یوه بې ځایه شوې ښځه وايي:"له هغه راهیسې چې جراحي عملیات مې کړي، هیڅ غوښه مې نده خوړلې. د دې کمپ اوسېدونکي چې په ګدایي یوه ګوله ډوډۍ تر لاسه کوي، ماته یې هم راکوي. هوا هم ډیره ګرمه ده".
ځینو دغو بیځایه شویو په جګړو کی خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي چې زیاتره یې د پخوانیو پوځیانو د کورنیو غړي دي.
په کمپ کې یوه بله بې ځایه شوې ښځه وايي: "یو زوی مې و هغه هم شهید شو. که زوی می ژوندی وای، ښايي زه به د داسې وضعیت سره نه وای مخ شوې. زموږ خوراک وچه ډوډۍ ده. زما زړه غواړي چې پسته توده ډوډۍ وخورم".
دا کډوال غواړي چې بیرته خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي او تمه لري چې ددې کار دپاره ورته مناسب شرایط برابر شي.
محمد یوسف دلته د ګذر وکیل دی او وايي: "دغه بې ځایه شوي کورنۍ د سرپل او فاریاب د ولایتونو د قوش تپې او درزاب له ولسوالیو راغلي دي. پخپلو سیمو کې کور او پټي لري خو دلته د کور د کرایې پیسې هم نلري. ځینو یې خپل میړونه او زامن له لاسه ورکړي دي. که خپلو مېنو ته د تګ هڅه وکړي نو د شپږو میاشتو دپاره به د خوراک څه ونلري".
د کم عاید لرونکي افغان کورنۍ د کار روزګار د نشتوالي او د خوراکي توکیو د نرخونو له جګوالي ځوریږي. په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته د خوراکي توکیو بیې تقریبا دوه برابره لوړې شوي دي.