د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل کې چاودنې څلور کسان ووژل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) وویل چې د کابل ښار د دولسمې حوزې په ارزان قیمت سیمه کې په یو مرسدس بنز موټر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل د لومړنیو راپورونو له مخې په دې پيښه کې څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شیمر نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د څیړنې ټیم سیمې ته استول شوی او د پيښې جزیات به وروسته رسنیو سره شریک کړي.

په عین وخت کې ښاغلي ځدراڼ وویل ښايي چې دا برید د ګازو د ډبې له امله وي ځکه موټر له چاودنې وروسته اور واخیست.

خو تر اوسه په موټر کې د ګازو د بالون له امله د چاودنې کره والی د معتبرو سرچینو له خوا رد او یا هم تائید شوی ندی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د کابل، کندز، بلخ، ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمیر ولایتونه د مرګونو بریدونو شاهد پاتې شوي دي چې له امله یې په سلګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اکثریت دغو بریدونو مسولیت چې په جوماتونو، ښوونځیو او سړکونو کې شوي د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی.

د یو بل خبر له مخې د طالب چارواکو ادعا کړېده چې د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یې په ځانګړو عملیاتو کې د یونس ازبکستاني‌ په نامه د داعش د یو قومندان په ګډون اته تنه داعش جنګیالي وژلي دي.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د داعش د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG