د لاس رسي وړ اتصالات

مکنزي: داعش په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب لګیا ده


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت فرانک مکنزي وايي‌ داعش ډله په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب بوخته ده.

ښاغلي مکنزي د امریکا د دفاع په وزارت کې د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمن کیدو او د بګرام او پلچرخي زندانونو له ماتېدو وروسته، د داعش جنګیالیو خوشې کول، داعش ډلې ته لا قوت او ځواک ورکړی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په توګه دا د مکنزي وروستی خبري کنفرانس دی او له درې کلن ماموریت وروسته تقاعد کوي.

مکنزي وايي، لا هم څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي‌ چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي.

ښاغلی مکنزي وایي چې د پسرلي له پیل کېدو سره ښايي داعش ډله په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي، ‌خو په وینا یې طالبان هڅه کوي ‌چې د داعش ډلې عملیات محدود کړي.

ښاغلی مکنزي وویل ":دا به ډېره په زړه پورې وي چې وګورو طالبان د داعش پر وړاندې مبارزه کولای شي‌ که نه، ‌ځکه داعش یو سخت هدف دی. د پخوا په پرتله یې شمېر اوس زیات دی. تاسو پوهیږۍ چې هغوی اوس نور جنګیالي جذبوي، نو فکر کوم چې دا به طالبانو ته ستونزه وي. همدا شان زما ارزونه دا ده چې طالبان به هڅه وکړي چې د داعش پر وړاندې په کلکه عمل وکړي. "

مکنزي په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه اندیښنه وښوده او وویل چې کیدای شي د جنګیالیو شمېر یې څو سوو ته ورسیږي.

ښاغلي مکنزي وویل: "فکر کوم ننګونه داده، القاعده سره د کلتوري روابطو، په خپلو کې د ودونو، او القاعده سره د طالبانو د اړیکو له کبله ستونزمنه ده. موږ په ډېره لیوالتیا سره ګورو چې طالبان څه کوي، ځکه هغوی ویلي چې د داعش مخنیوی یا د القاعده ډلې لخوا د بهرنیو بریدونو مخه به نیسي. "

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د دوی د ارزونې له مخې داعش ډله له دولسو څخه تر اتلسو میاشتو وخت ته اړتیا لري چې د بهرنیو بریدونو وړتیا پیدا کړي،‌ او داعش ډله غواړي ‌چې په متحدو ایالتو برید وکړي، خو دا به سخته وي چې دا برید ترسره کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان په داسې وخت کې د داعش پیاوړتیا په اړه خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمېت وروسته،‌ د تخلیې په بهیر کې د کابل هوايي ډګر مخې ته د داعش په برید کې د دیارلسو امریکايي سرتېرو په شمول لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول او کڼ شمېر نور ټپيان شول، همدا شان د داعش ډلې په کندز او کندهار ولایتونو کې هم په جوماتونو کې لوی بریدونه ترسره کړي دي،‌ خو طالبان وايي چې داعش په افغانستان کې ختم شوی او فزیکي حضور نه لري.

XS
SM
MD
LG