د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د کروناویروس نوې څپه چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د دوهمې اونۍ وروسته په افغانستان کې په ډیر چټک ډول د خپریدو په حال کې وه، په تیرو اونیو کې یې حرکت بیرته ورو شوی دی.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) امریکا غږ ته وویل، چې افغانستان کې د تیرې میلادي میاشتې فبرورۍ تر نیمايي پورې د کرونا ویروس د خپریدلو حرکت مخ په پورته روان وو، خو د دغې میاشتې له نیمايي وروسته یې حرکت بیرته ورو شوی او د مړینو شمیر هم ډیر کم شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د پیل څخه تر اوسه پورې د کروناویروس ټولې ۸۲۲۷۱ مشکوکې پیښې معاینه شوي چې له ډلې د ۱۸۳۹۶ تنو د معاینو پایلې مثبتې وې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې په تیرو څه باندې دوه نیمو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د کروناویروس په ناروغۍ ۲۷۲ تنه مړه شوي دي.
افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ پیښه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په دغه هیواد کې د کرونا وبا د خپریدو له پیل څخه تراوسه پورې ۹۰۷۸۹۸ مشکوک کسان معاینه شوي، چې له ډلې یې ۱۷۶۷۴۳ تنه یې په کرونا اخته وو. همداشان ۱۵۹۲۳۴ تنه د کرونا له ناروغۍ ښه شوي او ۷۶۵۱ تنه په دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
افغانستان کې د اوږدې جګړې د دغه هیواد په روغتیايي سکټور ناوړه اغیز کړی، چې د کرونا وبا د خپریدو وروسته یې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو هم تاثیرات درلودلي دي.
د دې سربیره د تیر۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته نړیوالې ټولنې هم د افغانستان عامې روغتیا سکټور سره خپلې مرستې بندې کړې، چې له امله د کرونا ویروس د درملنې یو شمیر روغتونونه هم تړل شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په شاوخوا ټولو ګاونډیو هیوادونو کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې ویروس په پراخ ډول خپور شوی دا هیواد لا هم د کرونا د ویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص لابراتواري امکانات نلري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي، چې د روغتیا نړیوالې سازمان "ډبلیو ایچ او" ورسره شاوخوا دوه میاشتې وړانډې د اومیکرون د بڼې د تشخیص د امکالناتو د برابرولو ژمنه کړې وه خو تراوسه لا هم د دغې بڼې د تشخیص ټول لابراتوري وسایل افغانستان ته نه دي برابر کړي.
د افغان – جاپان روغتون ډاکټرانو چې په کابل کې د کروناویروس د ناروغانو درملنې ته ځانګړی شوی د ناروغانو د کلینکي معایناتو پر اساس په افغانستان کې په پراخه کچه د اومیکرون د بڼې خپریدل تائید کړي دي.