د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان ته د پیسو د انتقال لپاره سیاسي حل لاره بیړنۍ اړتیا ده


خلک د بانکونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي چې پیسې تر لاسه کړي.
خلک د بانکونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي چې پیسې تر لاسه کړي.

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د خیریه مرستو رسولو لپاره پوره نقدې پیسې نشي انتقالولای.

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره سیاسي حل لارو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو اشاره ښایي د بندیزونو لیرې کیدو ته وي چې له مخې به یې حکومتونه او ادارې په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتنمې خلاصې کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ادارې کوښښ کوي افغانستان ته په لوړه اندازه ډالر تر لاسه کړي چې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي. ملګرو ملتونو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په څو لارو چارو غور روان دی.

په افغانستان ډالر د اګست په میاشت کې وروسته تر هغه بند شول چې طالبانو واک تر لاسه کړ او ملګرو ملتونو ویلي که متحده ایالات او د پیسو نړیوالې ادارې دا ستونزه حل نکړي، نو دغه نړیواله اداره به دا کار وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوه لار د افغانستان د نړیوال بانک نه کار اخیستل دي چې پیسې پکې ذخیره کیدی شي خو هلته موضوع د بیمې ده. ملګري ملتونه پدې خبر دي چې د دې ستونزې د حل لپاره یوازې یوه لار کافي نده او افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پیسو لیږلو لپاره باید د څو لارو چارو نه کار واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د پیسو د نړیوال وجهي صندوق نه غوښتي چې افغانستان ته د پیسو لیږلو په هکله دې په میکانیزمونو او یا د قانون آسانه کولو موافقه وکړي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف) د افغانستان ۴۴۰ میلیونه ډالر بند کړي. د دې پیسو تر څنګ د افغانستان د مرکزي بانک ۱۰ میلیارده ډالر شتمني چې ډیری یې په متحدو ایالتونو کې ده، کنګل شوې. د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې ددې شتمنیو د خلاصولو کوم پلان نشته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پدې هکله وویل، "مونږ اړتیا لرو چې په ګډه کار وکړو چې اقتصاد بیرته سا واخلي او د خلکو سره مرسته وشي. "

ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد د سقوط په ګړنګ ولاړ دی او که دا کار وشي ښایي د مهاجرت ستونزه لا پراخه کاندي.

ملګري ملتونه دا پلان نلري چې افغانستان ته نغدې پیسې په الوتکو کې یوسي. د ملګرو ملتونو د خوراکي موادود پروګرام مشرې میرې ایلان مک ګروراتي د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د پیسو د لیږد په هکله د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "مونږ اوس مهال د هغو محدود شمیر نغدو پیسو نه کار اخلو چې په هیواد کې موجودې دي. خو هر څومره چې دا ستونزه دوام پیدا کوي مونږ پوهیږو چې دا به ډیره ستونزمنه شي".

میرمن مک ګروراتي همدرانګه وویل چې په افغانستان کې شاوخوا ۸.۷ میلیونه کسان د "لوږې حالت ته یو ګام نږدې دي" او زیاته یې کړه چې د "غربت سونامي، بې حده رنځ او خوریدونکي لوږه د کنټرول نه بهر ده. "

په طالبانو فشار مخ په ډیریدو دی چې په نړیواله توګه په رسمیت پیژندلو او د خیریه مرستو او شتمنو د خلاصیدو لپاره دې ټولشموله حکومت جوړ کاندي، د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د میرمنو او نجونو د حقونو درناوی دې وکړي.

XS
SM
MD
LG