د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تیرو ۷۲ ساعتونو کې څه دپاسه ۲۰ افغان ماشومان وژل شوي


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ برخه کې د ملګرو ملتونو صندوق یا (یونیسف) وايي، په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د افغانستان درې ولایتونو کې د تاوتریخوالي له امله له ۲۰ زیات افغان ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

یونیسف نن دوشنبه اګست نهمه (زمري ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان ماشومانو ته دغه مرګ ژوبله په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې اوښتې ده.

یادې ادارې په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی ټکان ورکوونکی بللی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ویلي چې د ماشومانو د خوندیتوب حقوق په افغانستان کې د ښکېلو لورو لخوا له پامه ایستل شوي دي.

یونیسف د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ماشومان له ښکاره تاوتریخوالي سره مخ دي.

یادې ادارې د هغه راپورنو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې افغان ماشومان د وسله والو ډلو لخوا د جګړو لیکو کې ګمارل کیږي.

یونیسف ویلي چې د جګړې په زیاتېدو سره د افغان ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کیږي او راتلوونکی یې له خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ برخې صندوق د ماشومانو د حقوق د تامین لپاره په یاد هیواد کې د سولې پر تامین ټینګار کړی دی او د سولې د مرکچي پلاوو څخه غوښتي چې د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په پکتیا کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول.

تر هغه یوه ورځ مخکې په خوست ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله هم دوه ماشومان ووژل شول.

تر دا مهاله د دغه مرګ ژوبلې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG