په خوست کې یو موسسې سږکال تر سلو زیات ميوه لرونکي باغونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه يې دېرش یې ژر ميوه ورکوونکي دي.
کروندګر وايي، چې د باغونو خواري لږه او ګټه يې ډېره ده او دا د نشه يي توکو یو ښه بدیل دی.
د خوست د مرکز د منګسو سيمې اوسېدونکي محمد قيوم پر نيم جريب ځمکه یو باغ جوړ کړی او يوه اوونۍ مخکې يې د اړيکو دفتر له لوري د الوچو ۲۱۰ ورکړل شوي نيالګي په کې کښېنولي دي.
محمد قيوم وايي، چې ځمکه لري، خو غنم، جوار او ځينې نور کرنيز توکي يې پرې کرل. هغه هيله من دی، چې دغه ژر ميوه ورکوونکی بڼ به يې د اقتصادي ودې لامل شي.
هغه وايي "لومړی ځل يې دُوچې لږه خواري غواړي، نوره يې خواري نشته. کيدای شي په خوند يې پوه شو. موږ ته انجنيرانو وويل چې سږ کال به ګل ونيسي، انشاالله بل کال ته حاصل درکوی شي".
د اړيکو دفتر سږکال د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې دا ډول ۱۱۵ ميوه لرونکي باغونه جوړ کړي. کروندګر وايي، چې چارې يې اسانه او ګټه يې ډېره ده.
دا په باک، عليشېرو او تريزيو، صبريو، او موسی خېلو ولسواليو او د ولايت په مرکز کې نهال شوي، چې د آلوچو، انارو او د سرو امبلوکو باغونه په کې شامل دي.
د اړيکو دفتر د کرنې برخې مسئول انجنیر عبدالصمد وايي "باغونه د کوکنارو ښه بديل کيدای شي. که چېرې موږ متراکمو باغونو ته نظر واچوو، نو دا له خارج نه نوي رامعرفي شوي باغونه دي. زيات خلک علاقه هم لري چې پر يو جريب ځمکه ۴۲۰ د الوچو نيالګي کښېږدي. ۶۵۰ د مڼو کښېږدي او ۸۰۰ د ناکو کښېږدي. يعنې له کمې ځمکې څخه په زياته اندازه حاصل په لاس راوړلی شو. نو زيات خلک لېوالتيا لري چې ژر ميوه ورکوونکي باغونه جوړ کړي".
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د بڼوالۍ د ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې له لوري هم سږکال په خوست کې د مالټو، ناکو، ليمو، او آلوچو د ۸۱ باغونو جوړولو چارې پيل شوې دي.