د برتانیا صدراعظمه ټریزا مې هڅه کوي چې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مشرانو ته قناعت ورکړي څو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو نیټه د دریو نورو میاشتو لپاره وغځوي او هغه هیواد ته د یوې سمې لارې په اړه د فکر کولو لپاره وخت ورکړي.
.د مارچ نهه ویتشمه له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو لپاره اصلي نیټه ده، خو د اروپايي ټولنې نور اوویشت غړي باید هغه ځنډ تصویب کړي چې تر دې نیټې وروسته راځي.
مې د پنجشنبې په ورځ بروکسل ته رسیدلې ده چې د اروپايي ټولنې په غونډه کې په شخصي توګه د د خپلې غوښتنې په اړه ملاتړ ترلاسه کړي، هغې له خپل سفر مخکې هم د اروپايي ټولنې د شوری مشر دونالد توسک ته یو لیک لیږلی دی.
خو توسک وايي چې د هغې غوښتنه هغه وخت مل کیدلای شي چې د بریتانیا پارلمان په راتلونکې اونۍ کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د هغې موافقې شرایط تصویب کړي چې په اړه یې د بریتانیا او اروپايي ټولنې مرکچیانو د دوو کلونو تر خبرو وروسته رسیدلي دي.
د بریتانیا د پارلمان غړیو ددې موافقې په اړه ډیره لیوالتیا نده ښودلې ده او دا یې دوه ځله لا د مخه په یو لوی توپیر رد کړې ده. د بریتانیا د استازو د مجلس مشر همداراز ویلي دی چې د مقرراتو له مخې دریمه د دریم ځل لپاره یې په اړه رایګیري نشي کولای.
صدراعظمې د چارشنبې په شپه په یوه وینا کې وویل چې اوس د پارلمان تر غړو پورې اړه لري چې یا د هغې د معاملې ملاتړ وکړي او یا بریتانیا پریږدي چې بې له موجودو شرایطو له اروپايي ټولنې ووځي.د مخالف ګوند مشر جریمي کار بن همداراز د راوپايي ټولنې له چارواکو سره د خپلو خبرو لپاره بروکسل ته سفر کړی چې د مې پرځای د بریتانیا پارلمان ته ته اجازه ورکړي چې یوې متبادل لارې په اړه فکر وکړي.