د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ګرمسېر کې د ملکي‌ تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورنه


د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ او سېدونکو په یاده ولسوالۍ کې د بمبار په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې بېلا بېلې شمېرې ښودلي.

د دغې ولسوالۍ د ځنځیر ډراب د سیمې اوسیدونکي وايي چې په پېښه کې ۱۷ملکیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

خو له پېښې څخه د یوه را وړل شوي ټپي پایوازانو د لښکرګاه په بست روغتون کې نن چهارشنبې خبریالانو ته وويل چې په یاده پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي او یو مېلمه تنکی ځوان ټپي شوی چې دوی روغتون ته را وړی.

د سیمې اوسېدونکي وايي په دغه بمبارد کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي
د سیمې اوسېدونکي وايي په دغه بمبارد کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي

د سیمي اوسېدونکي خیرالله، اشنا راډیو ته وويل:"د طالبانو موټر راغلی د کور تر څنګ ودرېدی الوتکې راغلې موټر یې بمبارد کړ او کورونو ته يې هم زیان ورسوی ټولې ښځې او ماشومان پکې قرباني شوي چې تعداد يې ۳۰ کسانو ته رسېږي"

امنیتي مقامات وايي چې د دې ولایت د ګرمسېر په ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلي په اړه يې جدي پلټنې پيل کړي دي.

د هلمند ولایتي مقامات ملکي مرګ ژوبله تائیدوي، خو وايي چې د پېښې د دقیق څرنګوالي لپاره پلټنې پيل شوي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین امریکا غږ ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د هغو ډلو پرضد یې نظامي عملیات پيل کړي چې په تېره یوه اونۍ کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د لویو بریدونو د تر سره کولو لپاره ګرمسېر ولسوالۍ ته راغلي وو.

دی زیاته وي چې له پرون ورځې راهیسې ګڼو افغان ځواکونو نظامي عملیات په سیمه کې پیل کړي چې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان يې د تېښتې په حال کې تر هوايي برید لاندې را وستی.

د هلمند والي محمد یاسین خان
د هلمند والي محمد یاسین خان

دی زیاته وي:"یوه اونۍ تر مخه د ګاونډیو هېوادونو څخه ګرمسېر ته راغلي وو او په پرلپسې ډول يې زموږ د ولسوالی پر غرمي کمر بند حملې کولې نن سهار وختي د دوی یو طالب قومندان چې په موټر کې وو تر برید لاندې راغلی او د ۱۶ ملګرو سره يې وژل شوی، خو داسي ويل کېږي چې د بمبارد پر مهال کورونه هم تخریب شوي او ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو موږ تحقیق کوو او جزئیات به يې بیا له رسنیو سره شریک کړو."

د طالبانو یوه ویاند قاري محمد یو سف احمدي بیا رسنیو ته په یوې لېږلې اعلامیه کې ادعا کړې چې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د کوشتې او ځنځیري ډراب په سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي چې د قاري یوسف احمدي‌ د ادعا لمخې د یوې کورنۍ غړي دي.

پخواني معلومات

د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ او سېدونکو په یاده ولسواکۍ کې د بمبارد په ترڅ کې د ۱۷ملکیانو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

دوی وايي، پېښه نن چهارشنبې سهار وختي درې بجې د ګرمسېر ولسوالۍ د ازبک چهاراهي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې اوسیدونکي عبدالکریم اشنا راډیو ته وويل چې وژل شوي او ټپیان ملکي کسان د پنځو کورنیو غړي دي.

ده زیاته کړه چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه:"تیارو بمبارد وکړ د ملکي خلکو د کورنو دېوالونه را نړېدلي ۱۷ کسان چې ښځي او ماشومان هم پکښې شته وژل شوي او ۴ نور پکښې ټپیان دي، د بغرا پر غاړه سیمو کې اوس هم عملیات روان دي او سیمه کلا بنده ده."

بلي خواته د هلمند ولایتي مقامات په سیمه کې نظامي عملیات تائید کوي خو وايي چې د پېښې د دقیق څرنګوالي لپاره پلټنې پيل شوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه زندان او د هغوی د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره نظامي عملیات پيل کړي چې لاهم په سیمه کې دوام لري.

دی زیاته وي چې"د عملیاتو سیمه د ګرمسېر ولسوالۍ د امنیتي کمربند ساحه ده، د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو په پيل کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه لمنځه وړل شوي خو دا چي په سیمه کې نور څه پېښ شوي په اړه به يې وروسته معلومات خپاره شي."

ګرمسېر د لښکرګاه په جنوب کې پرته ناامنه ولسوالي ده چې ډیورنډ کري ښې ته هم نژدې ده.

ملکي مرګ ژوبله په هلمند کې یوه جدي مسئله ګرځېدلې.

په یاد ولایت کې تیره ورځ هم د باباجي په سیمه کې د ۱۶ ملکي وګړو د وژل کیدو پېښه رامنځ ته شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG