د هلمند ولایت د بیلابیلو سیمو څخه گڼ شمير ښځو په لښکرګاه ښار کې د اعتراض په ډول خیمه درولې او د وسله والو څخه د سولې غوښتنه کوي.
د غونډی تنظیونکې حسنيي احساس امريکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل:
اعتراض يي وروسته تر هغې پیل کړ چې د هلمند په ولايت کې د تیرې جمعې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ګڼ ملکي کسان ووژل شول.
آغلې احساس زیاته کړه، ورځ تربلې په خيمه کې د هغو ښځو شميره ډيريږي چې د کور نږدي غړي يي په روان جنگ کې له لاسه ورکړي.
حسنيه وايي د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيارې دي او اعتراضونو ته به ترهغه وخته ادامه ورکړي تر څو چې غږ يی واوريدل شي.
هغه وايي د پنجشنې په ورځ به سوله غوښتونکې ښځې د موسی قلعه ولسوالۍ په لور پیاده حرکت وکړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو په ترڅ کې به له هغوی څخه د اوربند غوښتنه وکړي.
حسنيی دا هم وويل چې په ډله کې يی سيا سيون او دولتي چارواکي نشته.
د حسنيې احساس مرکه دلته اوريدلائ شئ: