د کونړ ولایت ځیني چارواکي وايي پاکستان د روان لمریز کال له پیل تر اوسه پر کونړ ولایت باندې ۶۰۰۰ ډزې کړي دي.
د پاکستان د توغندیو او توپونو په دغو بریدونو کې د چارواکو په خبره تر دې دمه اته ملکیان وژل شوي او ۲۸ نور یې زخمیان دي.
حکومتي مقامات وايي پاکستاني نظامیانو د دوشنبې (فبروري۲۷) د ماښام راهیسې په دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو نژدې ۲۰۰ توغندي ویشتلي دي.
د کونړ د امنیي قومندان سرپرست محمد زمان عیار وايي پاکستان غواړي پدې بریدونو طالبانو ته پیغام ورسوي چې په افغانستان کې هرډول نا امنۍ ایجادولو کې ورسره ملګري دي.
د دوشنبې په شپه (فبروري۲۶) هم څه کم دوه سوه مرمۍ په کنړ وویشتل شوې. پدې حملو کې د یوې کورنۍ څو کم عمره ماشومان زخمیان شوو.
د ډیورند د پورې غاړې (پاکستان) نه په ویشتل شویو ګولیو د یو پنځه کلن ماشوم د پښې هډوکی څو ځایه مات شوي. د پنځه کلن تسل پلار هم په ورانه کې چرې خوړلي دي.
خور یې نګینه نومیږي او شاوخوا لس کلنه ده. نګینه وایي په واړه ځان معلوله شوه او نه پوهېږي چې توغنديز بریدونه چا او ولې وویشتل.
دا زیانمنه شوې کورنۍ د کونړ د دانګام په سره کمر کې اوسېده، خو په چم ګاونډ یې دومره توپونه ولکیدل چې مرکز اسداباد کې په یوه سوالي کور کې شپې کوي.
که څه هم پاکستانیو چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سره نژدې ساحو کې پاکستاني طالبان په نښه کوي، خو افغان چارواکي او ولسي خلک وايي راسآ د د ملکیانو کورونه ولي.
د شاولي سالارزي په نوم د سیمې یو مخور اوسیدونکي اشناتلویزیون ته وویل چې پاکستان غواړي په دا ډول بریدونو خلک سیمې پریښودو ته اړ او د کونړ ځمکې لاندې کړي.
که څه هم د تیرو څو کلونو راهیسې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند سیمو باندې د پاکستاني اړخه دا ډول بریدونه کیږي، خو لا یې هم د درېدو لپاره غوڅ اقدامات نه دي شوي.
په کونړ کې د پاکستان له اړخه د ویشتل شویو توغندیو په اړه د ذبیح الله غازي ویدیويي راپور دلته لیدلی شئ: