یما قریشي د تیرو دوو کالو راهیسي په واشنگټن کې د افغانستان په سفارت کې دوم سکرتر و.
ښاغلی قریشي پنځه ورځې وړاندې په رخصتۍ کابل ته تللی و او د خپلې مور د لیدلو لپاره کندهار ته تللی و.
د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق وایي "یما په غونډه کې زما په خوا کې ناست کې و، خو له چاودنې څو شیبې وړاندې زه د ماسختن د لمانځه لپاره ووتلم، او زما د څوکۍ د څنگ کسان مړه شول".
د کندهار د ولایت مامورین وایي چې یما قریشي کندهار ته د اماراتو د سفیر په ورتگ ډېر خوشاله و او په غونډه کې یې هم په غیر رسمي ډول په خپله خوښه گډون کړی و.
یما په واشنگټن کې د رسمي وظیفې تر څنگ زده کړې هم کولې او په جورج میسن پوهنتون کې د شخړو د هواری په برخه کې د ماسترۍ د وروستي سمستر محصل و.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت گڼ شمیر مامورینو د یما پر وژل کیدو خپگان څرگند کړی دی. په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب ویلي دي چې "ترهگر زموږ تر ټو ښه انسانان وژني".
یما قریشي د خالق یما قریشي زوی او د مخکیني جمهور رئیس حامد کرزي د میرمن زینت کرزي وراره و.
یما په ١٩٨٥ کال کې زیږیدلی و، په کابل کې د استقلال لیسې ته تللی و او د کندهار د طب له پوهنځي څخه فارغ شوی و او د تیرو شپږو کالو راهیسي د بهرنیو چارو د وزارت مامور و.
یما قریشي واده کړی و او دوه لوڼې لري.