د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: امریکا د نتنیاهو په انتقادونو په ژوره خواشینې شوې ده


بنیامین نتنیاهو، د اسرائیل صدراعظم
بنیامین نتنیاهو، د اسرائیل صدراعظم

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) په غزه کې د اسرائیل د جګړې په تړاو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د انتقادونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه، کوم چې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په سر د دواړو متحدینو ترمنځ ترینګلتیا په ډاګه کوي.

سپینې ماڼۍ دا غبرګون پداسې حال کې څرګند کړی چې د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د غزې د شخړې په اړه د خبرو لپاره د نتنیاهو له دوو لوړپوړو همکارانو سره د لیدنې پلان درلود.

نتنیاهو د سه شنبې په ورځ په انګلیسي ژبه په یوه ویډیو کې ویلي چې بلینکن هغه ته ډاډ ورکړی چې د بایډن اداره کار کوي چې اسرائیل ته د وسلو په لیږد محدودیتونه لرې کړي، خو د متحده ایالاتو لوړ پوړي دپلومات ددې خبرې له تائید کولو څخه ډډه وکړه.

ددغو دوو مقاماتو ترمنځ د نادرو نورمالو شخصي ډیپلوماتیکو خبرو اترو په اړه نتنیاهو دا هم وویل چې هغه بلینکن ته وویل چې دا "د تصور نه لرې ده" چې واشنګټن په تیرو څو میاشتو کې اسرائیل ته د وسلو او مهماتو ورکول ځنډولي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته په یوه لنډه وینا کې وویل چې امریکا په مستقیمه توګه اسرائیل ته پدې هکله نارضایتي څرګنده کړې ده.

کربي وویل: "زه فکر کوم چې موږ د مختلفو لارو څخه په زغرده خپلو اسرائیلي همکارانو ته د هغو څرګندونو په اړه چې پدې ویدیو کې شوي او ددغو اظهاراتو د سموالي په هکله خپله نارضایتي څرکنده کړې ده."

هغه وویل: "دا نظر چې موږ له اسرائیل سره د دوی د ځان د دفاع لپاره مرسته بنده کړې، په بشپړ ډول سمه نه ده."

کربي په جلا توګه وویل چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان به د پنجشنبې په ورځ له خپل اسرائیلي سیال زاچي هانیګبي او د ستراتیژیکو چارو له وزیر رون ډیمر سره وګوري.

واشنګټن د اسرائیل اصلي پوځي ملاتړی دی، خو سپینې ماڼۍ په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه خپګان څرګند کړی؛ چیرې چې اسرائیل د حماس پر ضد له اتو میاشتو څخه زیاته موده په عملیاتو بوخت دی.

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د تیر کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائیل په جنوب کې د موسیقۍ پر یو جشن برید وکړ چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۱۹۴ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

ددې برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په کې تر اوسه ۳۷۴۳۱ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ملکي وکړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG