د لاس رسي وړ اتصالات

د حسن نصرالله خبرداری: حزب‌الله سره د جګړې په صورت کې به د اسرائیل هیڅ ځای امن نه وي


د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د تلویزیوني وینا پر وخت
د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د تلویزیوني وینا پر وخت

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی چې که د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه پیل شي، د اسرائیل هیڅ ځای به د دغې ډلې د توغندیو او ډرون بریدونو څخه خوندي نه وي.

نصرالله د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې که اوسنۍ خورې ورې نښتې د حزب الله او اسرائیل تر منځ په پراخه جګړه بدلې شي، دا ډله به په اسرائیل کې ګڼ هدفونه په نښه کړي.

د حسن نصرالله له څرګندونو یوه ورځ مخکې د حزب الله ډلې یو لړ عکسونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې د دغې ډلې بې پیلوټه الوتکو په اسرائیل کې د حساسو سیمو نقشې اخیستې دي.

نصرالله وویل: "اوس موږ نوې وسلې لرو، خو نه وایم چې هغه څه ډول وسلې دي... دښمن ښه پوهېږي چې موږ تر ټولو بد حالت ته چمتو یو... او هیڅ ځای به زموږ له راکټونو خوندي نه وي."

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هرتزي هلوي د چهارشنبې په ورځ له لبنان سره د اسرائیل پولې ته د سفر پر مهال وویل چې اسرائیل د حزب الله له وسلو ښه خبر دي. خو هغه وویل: "دښمن زموږ د وړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه پېژني او کله چې اړتیا وي، ټوله به یې وګوري."

ایران د حزب الله ملاتړ کوي او دا ډله د حماس نږدې متحده ده. د تېر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې چې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه روانه ده، د حزب الله جنګیالي نږدې هره ورځ د لبنان او اسرائیل ترمنځ پر پوله له اسرائیلي ځواکونو سره ډزې تبادله کوي.

په تېرو څه دپاسه اتو میاشتو کې پر لبنان د اسرائیل په بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې اکثر یې د حزب الله جنګیالي دي، خو په دغو بریدونو کې ۸۰ تنه لبناني ولسي وګړي هم وژل شوي دي. بلخوا په اسرائیل د حزب الله د راکټي بریدونو په پایله کې په تیرو اتو میاشتو کې ۱۶ اسرائیلي سرتیري او ۱۱ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د لبنان د حزب الله ډلې مشر همداشان په خپلو خبرو کې په قبرس تور ولګاوه چې اسرائیلي ځواکونو ته یې هوايي ډګرونه او هوايي اډې ورکړي څو له هغه ځایه پر لبنان حملې وکړي. هغه وویل، "دا په دې معنا ده چې د قبرس حکومت په جګړه کې ښکیل دی او د مقاومت ځواکونه به د جګړې د یوې برخې په توګه ورسره تعامل وکړي."

په منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ډلې چې له څو کلونو او حتی لسیزو په ترڅ کې یې وده کړې، په سیمه کې د اسرائیل او امریکا د نفوذ پر وړاندې ځانونه د «مقاومت محور» بولي او د لبنان حزب الله او حماس هم د هغې یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG