د لاس رسي وړ اتصالات

ارایس ایف: طالبان دې خبریالان خوشې کړي اودوو تلویزیونونو ته د فعالیت اجازه ورکړي


د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له زندان څخه د څلورو راډیوګانو د بندي خبریالانو د خوشې کیدو او ددغې ډلې له خوا پر دوو خصوصي تلویزیوني خپرونو باندې د لګیدلو بندیزونو د لغوه ګیدوغوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ ( غوايي شپږمه) په یوه اعلامیه کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو دا اقدامات بحراني بللي او ویلي دي چې دغه تازه کړنې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو په برخه کې د دغې ډلې د اقداماتو شدت څرګندونه کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د ناز راډیو خبریال اسمعیل سادات، د اقرا راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د اپریل په ۲۲مه، سهار د خوست امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا د پلټنو لپاره غوښتل شوي وو او له هغې نیټې راهیسې د پولیسو په قومندانۍ کې ساتل کیږي."

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې د موسیقۍ د خپریدو سربیره پر هغوی باندې د ښځو سره د تیلیفون له لارې په ژوندۍ بڼه په خپرونو کې د خبرو لپاره د اړیکو د نیولو تورونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د خوست امنیه قومندانۍ د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ په دغه ولایت کې په راډیوي خپرونو کې په ژوندۍ بڼه د ښځو سره د تیلیفون له لارې د تماسونو په نیولو او د ښځو د غږ خپرول اخلاقي فساد ګڼلی وو او پرې بندیز یې لګولی دی.

ار ایس ایف ویلي چې ددغو خبریالانو د نیولو دمخه د طالبانو د غزني ولایت استخباراتو دفتر د اپریل په شپږمه ورځ په دغه ولایت کې د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال حبیب‌الرحمان تاثیر نیولی او په توفیف کې د ۱۱ ورځو تیرولو وروسته یې د اپریل په ۱۷ د غزني ولایتي زندان ته انتقال کړی، چې هلته محکمې ته د حاضریدو شیبې شماري.

دغه سازمان ویلي:" مقامات [ طالبان] په فوري ډول خبریالان په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې بهرنیو رسنیو ته کار کوي اود طالبانو حکومت ته د سپکاوي د تورونو سره مخ دي هغوی په خپلسر د نیولو اوهرډول محدودیتونو لګولو سره مخ کوي".

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو په ګډون د څو بهرنیو رسنیو خپرونې بندې کړې او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې یې ددغو رسنیو انټرنیټي پاڼې د خپل نظام پر وړاندې د تبلیغاتو په تور وتړلې.

طالبانو په کابل کې د دوو خصوصي تلویزیونونو نور او بریا خپرونې هم د اپریل په ۱۶مه، بندې کړي دي.

د طلوع نیوز رئیس او د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون غړي ذبیح الله سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د نور او د بریا د تلویزیونونو د کار د ارزونې وروسته دغه کمیسیون پریکړه وکړه چې ددغو دواړو رسنیو فعالیت د" رسنیو د اصولو څخه د سرغړونې" او د " افغانستان ملي ګټو" سره د ټکر له امله وځنډول شي.

هغه ویلي چې ددغه کمیسیون د پریکړې له مخې د محکمې تر پریکړې به دغه دوه رسنۍ تړلې پاتې شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د نور تلویزیون پر خلاف په تورونو کې د موسیقي خپرول او د تلویزیون پرمخ د حاضریدو پرمهال ددغه تلویزیون ښځینه کارکوونکو له خوا د ماسک نه اغوښتلو تورونه شامل وو.

همداشان دغه مرکز ویلي چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون له خوا د بریا تلویزیون له خوا د "طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ اړیکو" په اړه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو خپریدل رسنیو د قانون څخه د سرغړونو په توکه ګڼلی دی.

خو د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې طالبان خصوصي تلویزیوني خپرونې سانسوروي او په دې توګه د ټولو هغو راپورونو چې ددغې ډلې له خوا نه وي کنټرول شوی د خپرولو مخنیوی کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"د بې پولې راپور ورکوونکي سازمان په فوري ډول د راډیو د څلورو خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي او د طالبانو له چارواکو غواړي چې د نور او بریا تلویزیونونو د بندیدو پریکړه دې لغوه کړي."

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف​) ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادي ډیره زیاته محدوده شوې ده. افغانستان د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG