د لاس رسي وړ اتصالات

له هېواد او دندو څخه لیرې افغانې خبریالانې له ستونزو سره مخامخ دي


که څه هم د مارچ ۱۷مه په افغانستان کې د خبريالانو ملي ورځ ده، خو په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو پس نارینه او په تېره ښځینه خبريالانې دا ورځ څنګه ونمانځي چې ډېری یې تر فشار، ګواښونو، بندیزونو او محدودیتونو لاندې دي او لوی شمېر یې د مرګ له ویرې، هېواد پرېښود ته اړ شوي دي.

همداسې یوه خبریاله د ننګرهار ولایت مروه سادات هم ده چې انګلستان ته کډه شوې، نوموړې له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، که یوه افغانه خبریاله د سر له ویرې هېواد پرېښودی وي، خو اوس چې په هر هېواد کې دي، باید د خپلو ښځینه خبریالانو په دفاع کې غږ پورته کړي. هغه وايي: "زه خپل مثال درکوم، په افغانستان او پاکستان کې مې هم خپل مسولیت سر ته رسولی اوس یې انګلستان کې هم رسوم."

افغان ښځې مبارزې دي

مروه سادات زياتوي، د افغان ښخو مبارزه، زړورتيا او قربانۍ ټولې نړۍ ولېدې چې که هر څومره پرې ظلم وشي، حقونه ترې واخیستل شي، تهديد شي او د هېواد پرېښودو ته مجبوره شي هغوي ځان ته لارې جوړولی شي او کله به هم چپ نشي.

د افغان ښځينه خبريالانو امنيتي ستونزې

افغان خبرياله نسرين شېرزاد چې د ننګرهار ولايت ده او اوس فرانسې ته کډواله شوې ده، امريکا غږ ته وویل: "د طالبانو ترواکمنېدو وروسته موږ ته ژوند ډېر ستونزمن شو د دې لپاره چې موږ وکولاي شو خپل مسلک ته ادامه ورکړو، خپل غږ اوچت کړو او خپله د بيان آزادي پرېنږدو، په دې برخه کې موږ ته ستونزې پيدا شوې او مجبور شو چې هېواد پرېږدو."

اروپا کې افغان خبريالان د ژبې له ستونزو سره مخامخ دي

په اروپا کې یو شمېر افغان خبريالان وايي چې د ژبې د ستونزو له کبله د اړوندو هېوادونو له سیمه ایزو رسنيو سره کار نه شي کولی.

نسرين زياتوي چې، دا هم مشکله ده چې د دوی تعلیمي کچه او سویه د بهرنیو هېوادونو له کچې سره برابره نه ده. دا وايي خبریالان مجبور دي چې په لومړي سر کې ژبه زده کړي او له پيله پوهنتون ولولي چې بیرته خپل مسلک کې کار وکړي.

په ۲۰۲۱ په افغانستان کې دطالبانو له واکمنېدو راهیسې د هېواد څه باندې ۸۰ سلنه افغان ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښي او په ګڼ شمېر يې نورو هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

افغانې خبريالانې له خپل مسلک څخه لرې پاتې دي

افغانه خبرياله زرمه ځاځۍ چې وايي د امنيتي ستونزو له امله بریتانیا ته کډواله شوې ده، له امریکا غږ سره په خبرو کې وويل: " پنځلس کاله مې د ژورناليزم په برخه کې کار کړی خو دوه کاله کيږي چې د امنيتي ستونزو له امله له خپل مسلک څخه لیرې یم."

زرمه ځاځۍ زياتوي، چې د ډېرو زحمتونو او په افغانستان کې د ښخو لپاره په شته محدوديتونو کې يې د ژورناليزم زده کړې کړې وې او ځان يې رسولی وو خو اوس ترې بې برخې ده.

افغان ښځينه خبریالانې ټینګار کوي، چې پر رسنیو او ښځينه خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او د هغوی له قانوني حقونو څخه سرغړونې د هیواد پرمختګ باندې ډیرې منفي اغېزې لري، هغوي وايي چې طالبان دې پر خبریالانو او رسنیو د غیر عادلانه او غیر قانوني غوښتنو له لګولو ډډه وکړي او هغوی ته دې د کار کولو چاپېریال برابر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG