د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کتابونو چاپولو بازار ۷۵ سلنه کم شوی دی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په پېښور او کابل کې کتاب چاپونکي، لیکوالان او شاعران وايي، چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کالونو کې د افغانستان لپاره د کتابونو چاپولو کچه نږدې ۷۵ سلنه راټیټه شوې ده.

د دوی په وینا د کتابونو مخ پر ځوړ بازار لاملونه دا دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پس په لوی شمېر کې د لیکوالان له هېواده وتل، د ادبي فعالیتونو کمېدل، او بل د نجونو پر تعلیم د بندیز له امله هم د هغوی د برخې کتابونه نه چاپېدل دي.

د پېښور "جنګي محله" کې د یوې چاپخانې څښتن محمد سردار شیخ امریکا غږ ته وویل، چې اوس پېښور ته له افغانستان څخه د چاپ لپاره کتابونه په هغه کچه نه وروړل کېږي لکه په جمهوري دوره کې چې وو.

نوموړی زیاتوي:"وړاندې به په افغانستان کې غیردولتي ادارو د لسګونه زره په شمېر کې د ښوونځيو لپاره کتابونه چاپول، اوس هغه بهیر هم درېدلی دی، او بل به له افغانستان څخه د شاعرانو او ادیبانو کتابونه هم راتلل خو چې کله د طالبانو واکمني راغلې نو اوس کتابونه د چاپ لپاره نه راوړل کېږي، اوس په میاشت کې یوازې چېرته پینځلس یا شل کتابونه چاپ ته راشي."

د کارپوهانو په وینا، د کتابونو چاپولو په شمېر کې د کمي یوه بله لویه وجه ‍په افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي، امنیتي اندېښنې او دولتي محدودیتونه دي.

په پېښور او کابل کې د کتابونو د چاپخانې مالک اسد دانش، امریکا غږ ته وویل، د جمهوریت په کلونو کې به له افغانستان څخه هره میاشت نېږدې تر سلو پورې کتابونه د پېښور "جنګي محلې" ته د چاپ لپاره تلل، چې پکې د نثر، شاعرۍ، افسانو، لنډو کیسو، طب او ژباړو کتابونه ول. نوموړی زیاتوي چې اوس دغه شمېره تر پنځويشت رارسېدلې ده. "د دې لوی علت دا دی چې په افغانستان کې د دولتي اجازې پرته کتاب نشې چاپولای، نو دا د یو لیکوال، شاعر، ادیب لپاره ډېر مشکل کار دی چې هغه به له دولت څخه اجازه غواړي نو له دې امله هلته اوس د نویو کتابونو راتلل بندېدو ته نږدې شوي دي."

بلخوا د افغانستان نوموتی شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان، له امریکا غږ سره په خبرو کې دا مني چې د کتابونو د چاپ لړۍ ډېره ورو او ان ودرېدو ته ورنږدې شوې ده.

نوموړی زیاتوي:" وړاندې د کتاب د چاپ او لوست لړۍ ګړندۍ او ښه روانه وه، چې هغې یو څو وجې لرلې. د کتابونو د لوست او خرڅلاو بازار ښه تود او په جم او جوش کې و. د کتاب د چاپ لپاره آسانتیاوې ډېرې وې، د کتاب تجارت ښه روان و، د لویو کتاب پلورنځیو والو به په پېښور او لاهور کې له چاپخانو سره اړیکې لرلې. د یو څه مشهورو ليکوالو او شاعرانو کتابونه به یې په خپل مصرف چاپول، د کتاب څښتن ته به یې هم د سلو یا زیاتو په شا وخوا کې کتابونه ورکول. افغان شاعر یا لیکوال به دا غنیمت ګڼله چې د کتاب پر چاپ یې مصرف نه کېږي او کتاب یې چاپېږي. اوس د کتاب تجاران هم له تاوان سره مخ دي، د لیکوالو کتابونه د پخوا په شان نه شي، چاپولی. په خپله لیکوال او شاعر خو دومره شته نه لري، چې خپل اثار دې په ښه ډول چاپ او خپاره کړي."

ښاغلی کاروان زیاتوي، هغه مهال چې کتابونه ډېر خپرېدل، د هغو تازه دمو او نویو لیکوالو او شاعرانو احساس ته یې هم حرکت ورکاوه، چې نوي نوي یې په څه لیکلو پیل کړی و، هغوی به په ډېره مینه هڅه کوله چې څه ولیکي او بیا یې چاپ کړي.

پیر محمد کاروان وايي:" نن سبا حالات بدل شول، ښه لوستونکي، ښه لیکوالان او د کتابونو د چاپ ښه سوداګر له وطن بهر لاړل. پښتونخوا او پېښور ته ور تېرې لارې هم په اصطلاح د کوه قاف لارې شوې. څوک په آسانۍ تګ راتګ نه شي پرې کولی. نو دا ټولې خبرې دي چې د کتاب لوستلو، کتاب خرڅولو او کتاب چاپولو دا سلسله سره ټکنۍ او بې خونده غوندې شوه."

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه، پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنیدو سره،‌ ګڼ شمېر لیکوالان، شاعران، ادیبان، خبریالان او د کتابونو چاپونکي له افغانستانه بهر ته په کډه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG