د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو په امریکایي ځواکونو بریدونه بیرته پیل کړل


امریکا د همدې تیرې جمعې په ورځ په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه وویشتل.
امریکا د همدې تیرې جمعې په ورځ په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه وویشتل.

ایراني پلوو ملیشو په سوریې کې دوشنبه فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) په امریکایي ځواکونو او متحدینو یې د بریدونو لړۍ پداسې حال کې بیرته پیل کړه چې متحده ایالاتو د همدې تیرې جمعې په ورځ په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه وویشتل.

د متحده ایالاتو یو پوځي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې د دې ملیشو تازه برید د سوریې په ختیځ کې یوې اډې باندې شوی چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي.

دې چارواکي ویلي چې په تازه برید کې یو توغندی پدې نظامي اډې وار شوی و خو نه یې مرګ ژوبله درلوده او نه هم اډې ته کوم زیان رسیدلی.

د دې برید څخه وړاندې د دیرالزور ولایت سره نږدې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو باندې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې یو برید کې شپږ کردي ملیشې وژل شوې وې.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو یو ویاند فرهاد شامې په ټولنیزو شبکو کې د دې شپږو کسانو مړینه تائید کړې. د کردي ځواکونو دا اډه د امریکایي ځواکونو اډې سره نږدې پرته ده چې ګرین ویلیج نومیږي.

په سوریې کې امریکایي ځواکونو همدرانګه ویلي چې د جمعې په ورځ هم ایراني پلوو ملیشو پرې برید کړی خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.

ایراني پلوې ملیشې په سوریې کې په امریکایي ځواکونو دا بریدونه داسې مهال کوي چې واشنګټن خبرداری ورکړی په عراق او سوریې کې به د دې ملیشو پر ضد نور اقدامات هم وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان تیره ورځ وویل چې متحده ایالات به په منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو پر ضد نور اقدامات هم وکړي.

ښاغلي سلیوان د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې پرته لدې چې د دې " نورو اقداماتو" جزیات ورکړي وویل چې جمهور رئیس جو بایډن به "هغه څه وکړي چې د اړتیا فکر یې کوي" خو پدې هکله یې د تبصرې کولو څخه ډډه وکړله چې آیا په ایران کې دننه به هم بریدونه وکړي که نه.

د امریکا دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه، " که تاسو په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي سرتیرو نور بریدونه وګورئ یا په سرې بحیرې کې د امریکا بحري ځواکونو کښتیو او سوداګریزو کښتیو ته ګواښونه وشي، تاسو به نور ځوابونه هم وګورئ".

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي چې په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د بریدونو پای ته رسیدو لپاره به په هغو ملیشو نور بریدونه وشي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

که له یوې خوا امریکایي چارواکو ویلي چې په ایران کې په دننه په مستقیمه توګه برید کول نه غواړي خو ښاغلي سلیوان پدې مرکې کې وویل چې په ایران کې دننه د برید کولو پلان نه ردوې او نه یې تائیدوي.

امریکا په عراق او سوریې کې دا بریدونه په اردن کې د تیرې یکشنبې په ورځ د یو برید په غبرګون کې کړي چې درې امریکایي سرتیري پکې وژل شوي او تر ۴۰ ډیر ټپي شوي و.

د امریکا دې بریدونو څخه دوه ورځې وړاندې په عراق کې ایراني پلوو ملیشو ویلي و چې په امریکایي ځواکونو بریدونه ځنډوي تر څو د عراق حکومت د رسوایۍ څخه وژغوري.

خو په لندن کې د ایران د چارو مبصر علي نوریزاده امریکا غږ سره په مرکې وویل چې د دې بریدونو څخه وړاندې د ایران ستر مذهبي مشر، علي خامنه اي د ایران په خاورې د امریکا د برید احتمال په هکله دومره جدي اندیښمن و چې د قُدس ځواکونو قومندان، اسماعیل کایاني یې څو ورځې وړاندې بغداد ته د دې لپاره استولی و تر څو هغوي ته خبرداری ورکړي چې "امریکا ونه وژني او د ځواب ویلو لپاره یې ونه پاروي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG