د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په منځني ختیځ کې د ایراني پلوو ملیشو پر ضد نور اقدامات کوي


امریکا په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه په اردن کې په امریکایي ځواکونو د برید کولو په غبرګون کې وویشتل.
امریکا په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه په اردن کې په امریکایي ځواکونو د برید کولو په غبرګون کې وویشتل.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان یکشنبه فبروري څلور (سلواغې ۱۵) وویل چې متحده ایالات به په منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو پر ضد نور اقدامات هم وکړي.

ښاغلي سلیوان د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې پرته لدې چې د دې " نورو اقداماتو" جزیات ورکړي وویل چې جمهور رئیس جو بایډن به "هغه څه وکړي چې د اړتیا فکر یې کوي" خو پدې هکله یې د تبصرې کولو څخه ډډه وکړله چې آیا په ایران کې دننه به هم بریدونه وکړي که نه.

د امریکا دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه، " که تاسو په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي سرتیرو نور بریدونه وګورئ یا په سرې بحیرې کې د امریکا بحري ځواکونو کښتیو او سوداګریزو کښتیو ته ګواښونه وشي، تاسو به نور ځوابونه هم وګورئ".

د ښاغلي بایډن په شان جیک سلیوان هم وویل چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې جګړه نه غواړي.

سره لدې چې عراق، سوریې، ایران او روسیې په ایرني ځواکونو او ایرني پلوو ملیشو د تیرې جمعې ورځې بریدونه غندلي دي او آن عراق د خپل ملي حاکمیت څخه سرغړاونه بللې خو متحده ایالات وایي چې د بریدونو څخه وړاندې یې د عراق حکومت ته خبر ورکړی و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل چې متحده ایالات لا هم په عراق او سوریې کې ددې بریدونو زیان ارزیابي کوي

هغه زیاته کړه چې دا شان بریدونه په سیمې کې د ایراني پلوو ملیشو د برید کولو وړتیا په کمولو کې مرسته کوي خو د جګړې پراخیدل نه غواړي.

ښاغلي سلیوان زیاته کړه، " متحده ایالات به اقدامات ډیر کړي که برید پرې وشي خو په عین حال کې دا ډاډ ورکول غواړي چې د منځنې ختیځ یوې جګړې ته ورټیل نه وهل شي. مونږ به د خپلو سرتیرو دفاع کوو".

که له یوې خوا امریکایي چارواکو ویلي چې په ایران کې په دننه په مستقیمه توګه برید کول نه غواړي خو ښاغلي سلیوان پدې مرکې کې وویل چې په ایران کې دننه د برید کولو پلان نه ردوې او نه یې تائیدوي.

امریکا په عراق او سوریې کې دا بریدونه په اردن کې د تیرې یکشنبې په ورځ د یو برید په غبرګون کې کړي چې درې امریکایي سرتیري پکې وژل شوي او تر ۴۰ ډیر ټپي شوي و.

د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو یوه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، په اردن کې په امریکایي سرتیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې دې برید کولو ادعا کړې خو پنټاکان بیا ویلي دا برید داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ملیشو به کړی و چې په عراق کې دې او ایران یې ملاتړ کوي.

د عراق حکومت پدې هیواد کې په ایراني پلوو ملیشو د متحده ایالاتو هوایي بریدونه د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې نه یوازې په عراق بلکې د دې هیواد څخه د باندې به هم "تباه کوونکي عواقب" ولري.

په عین حال کې د عراق پارلمان عاجله غونډه کړې چې د دې بریدونو په عواقبو او پدې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون بحث وکړي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پدې هیواد کې د متحده ایالاتو شاردافیر ډیوډ بیکر به ور وغواړي چې خپله اندیښنه ورسره شریکه کړي.

د امریکا دې بریدونو څخه دوه ورځې وړاندې په عراق کې ایراني پلوو ملیشو ویلي و چې په امریکایي ځواکونو بریدونه ځنډوي تر څو د عراق حکومت د رسوایۍ څخه وژغوري.

خو په لندن کې د ایران د چارو مبصر علي نوریزاده امریکا غږ سره په مرکې وویل چې د دې بریدونو څخه وړاندې د ایران ستر مذهبي مشر، علي خامنه اي د ایران په خاورې د امریکا د برید احتمال په هکله دومره جدي اندیښمن و چې د قُدس ځواکونو قومندان، اسماعیل کایاني یې څو ورځې وړاندې بغداد ته د دې لپاره استولی و تر څو هغوي ته خبرداری ورکړي چې "امریکا ونه وژني او د ځواب ویلو لپاره یې ونه پاروي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG