TV Schedule
بوعلي سینا - په ۲۰۲۴ میلادی کال کې د افغانستان د روغتیایی سیسټم د وضعیت ارزونه
په افغانستان کې د روغتيايي وضعيت ارزونه، د ښځو لپاره د ثانوي طبي زده کړو د موسسو د تړل کېدو له امله د روغتيايي کارکوونکو د اندېښنو دوام، د ايډز د مخنيوي لارې چارې، د موتر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول او په لويو لارو کې ترافيکي پېښې، له واده مخکې د مشورو اهمیت په ورځني ژوند کې، د مایکوپلاسما نیومونیا لاملونه او د درملنې لارې چارې او نور روغتیایي خبرونه او راپورونه ددي اوني په بوعلي سینا خپرونه کي وګوري.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته نړیوال غبرګونونه - نن او وضعیت
د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې استازو په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته جدي اندیښنه ښودلې ده. د نن او وضعیت په خپرونه کې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ودې بحث دلته کتلای شئ.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. دا خپرونه هره شنبې د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.