د نړۍ د سوک وهنې د درانده وزن پخوانی اتل مایک تایسن چې "فولادي سړی" او "د نړۍ پرمخ تر ټولو بد سړی" هم بلل شوی، تیره شپه له ۱۵ کالو وروسته یو ځل بیا د سوک وهنې میدان ته ننوت.
د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف صدراعظم عمران خان تورن کړی چې له امریکا سره یې پر کشمیر معامله کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د څرگندونو په غبرگون کې چې وایي د افغانستان سره په پوله د اغزن سیم غزولو امنیتي وضعیت ښه کړی ویلي دي چې یوازې د پاکستان صادقانه اقدامات د ترهگرو ډلو د فعالیتونه ختمولی شي، اغزن سیم نه.
په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي طالبان بین-الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي، افغان حکومت په ټول بهیر کې د افغانانو د غوښتنو په عملي کولو ټینګار کوي.