د هرات ښار په څنډو کې د جګړې په دوام سره ددې ولایت یو شمیر ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د هشتګ په ایجادولو سره هڅه کوي ددې ولایت وضعیت نړیوالو ته انځور کړي او د نړیوالې ټولنې پاملرنه راواړوي.
په هرات کې چارواکي وايي د ایران پولې ته څیرمه د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدو له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان رسېدلی دی.
د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په لسګونه اوسیدونکي ادعا کوي چې د افغان هوایي ځواک په بمبارۍ کې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
په هرات کې یو شمېر خلکو د یو اعتراض په ترڅ کې له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځواکونو چال چلند وغندل.
په هرات کې امنیتي مسئولین وایي چې په یو موټرسایکل کې د ځاې پر ځاې شویو چاودیدونکو توکو د چاودیدو له کبله څلور کسان وژل شوي او ٣٠ نور ملکي کسان ټپي شوي دي.
د افغانستان په لویدیځ کې مقاماتو د فراه او بادغیس په ولایتونو کې د ٥٢ طالبانو د وژل کیدو او د ٢۴ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
افغان چارواکي وايي د لاجوردو پر تجارتي دهلیز په غوړیو، درملو او د لمریزې برېښنا په تولیدي بتریو بار لومړی کاروان هرات ته ورسېده.
د هرات ښار په "پل رنگینه" سیمه کې د شنبې په ماښام وسله والو کسانو پر شپږمې امنیتي حوزې برید کړی دی.
د هرات ولایت په "گلران او کوه زور" ولسوالیو کې د افغان ملي پوځ او سرحدي ځواکونو دوه امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې سقوط کړی دی.
د فراه ولایت امنیتي مقامات طالبانو ته د سختو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د هرات د کرهڼې مسولین وایي سږکال په هرات کې ۱۲۰ زره متریک ټن انگور شوي چې دا د تیر کال په پرتله په سلو ١٥ زیاتوالی ښیي.
په هرات ولایت کې دیني عالمانو په یو بیساري اقدام کې د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د طالبانو ډله د دین له نوم نه په ناوړه استفادې سره په افغانستان کې نسل وژنه کوي.
د غور ولایت امنیتي مقامات وایي چې ددې ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا معراج هلمندي، د افغان ځواکونو سره په جگړه کې وژل شوی دی.
د هرات د ښار جامع جومات مخ ته د ماین په یوه چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او ١۷ تنه ټپیان شوي دي.
د هرات د ولایتي شورا یو غړی د انسان تښتونې او قتل په تور په مرک محکوم شو.
په فراه کې چاروکي وايي طالبانو خورا پرمختګ کړی او د ښار دروازې ته رسېدلي دي، خو افغان ځواکونه هڅه کوي، چې په شا یې وتنبوي.
لسګونو نجونو په هرات کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د بایسکل ځغلوني یوه سیالي وشوه.
پخواني جهادي مشر اسماعیل خان ګواښ وکړ که امنیتي حالت لا خراب شو، وسله به پورته کړي.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ راټیټیدو سوداگر، پانگه وال او صنعتکاران اندیښمن کړي او وایي دا د افغانستان اقتصادي وده زیانمنه کوي.