په نشه يي توکو روږدی احمد فواد د کابل سرای شمالي په یوه غونډۍ کې چې د معتادینو د راټولېدو دېره ده، د نشه يي توکو د کارولو وسایل پلوري.
شپاړس کلن مطیع الله چې دوه کاله کیږي نشه ييتوکي کاروي خپلو ملګرو په نشو اخته کړی، خو هغه اوس غواړي له نشو لاس واخلي او بېرته خپلې زده کړې پیل کړي.
په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې ښځې او ماشومان هم مهاله ساتل کیږي چې اوس مهال ۶۰ ښځې او ۴۰ ماشومان په کې تر درملنه لاندې دي.
هدیه چې د خور له مړینې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوې وه، تر شپږو کلونو د خوب ګولۍ خوړلې چې له همدې امله یې خپلوانو د پوډرو د څکولو تور پر لګولی و.
په کابل ښار کې حضوري چمن چې پخوا د کنسرټونو، لوبو، سېل او مېلو ځای وو، اوس په کې معتادین راټولیږي او نشه يي توکي کاروي.
۱۶ کلنه مهناز چې په نشه يي توکو روږدې وه، په کابل کې د ښځینه معتادینو په مرکز کې تر درملنې وروسته روغه شوې او تر څنګ یې خیاطي هم زده کړې ده.
په کابل کې د نشه يي توکو یو معتاد موسی ادعا کوي چې د ملي اردو پخوانی ډګروال دی او کلونه یې په ملي اردو کې خدمت کړی دی، خو اوس شپه او ورځ د پوډرو او شیشې په نشه کې ډوب وي.
په کابل کې د ځوانو معتادو ښځو د درملنې په یو مرکز کې په بېلا بېلو نشه يي توکو روږدو ښځو ته د درملنې ترڅنګ د ګنډلو، اوبدلو، مرویو او د ستنې کار روزنه هم ورکول کیږی.
شپېته کلن محمد زمان چې په پاکستان کې په نشه ييتوکو روږدی شوی، وايي ډېره هڅه یې وکړه چې نشې پرېږدي خو بریالی نه شو.
په نشه يي توکو معتاد ملنګ جان چې د ډوډۍ او نشه يي توکو لپاره د کابل پر واټونو کباړ ټولوي وايي، د کرونا وایروس له امله روان ګرځبندیز یې پر ژوند بدې اغیزې کړي دي.
ځوان جاوید څلور کاله وړاندې په پاکستان کې په نشه يي توکو روږدی شو، هغه وايي چې د نشو له لاسه یې کورنۍ او کوژدنه ترې پاته شوه او اوس د کابل پر سړکونو شپې سبا کوي.
د ښوونځي زده کوونکې صدف ته یې ملګرو په لومړیو کې ټابلیټ کا ورکوله، چې وروسته په تریاکو، شیشه او هیروینو روږدې شوه، هغه وايي په پېل کې یې نشه يي توکي وړیا راکول او وروسته یې راباندې پلورل.
زهرا او څلور بچیان یې چې د هغې معتاد خاوند په غیر مستقیم ډول په نشو روږدي کړي دي، دا مهال په کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنه لاندې دي.
اجمل سروري چې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په روغتون کې کار کوي، یو وخت خپله په نشه يي توکو روږدی وو، هغه اوس له نورو معتادینو سره د نشه ييتوکو په پرېښولو کې مرسته کوي.
په نشه يي توکو روږدی فواد چې خیاط دی، اوس د کابل په مراد خاني کې د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه وايي له معتادو ملګرو سره ناستې دی هم په نشو اخته کړ.
د لغمان اوسېدونکي امیرمحمد شاوخوا دیارلس کاله تریاک څکولي، خو اوس په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې تر درملنې وروسته رنګمالي کوي.
حفیظ الله چې دم ګړی د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې مشر اشپز دی، یو وخت په نشه يي توکو روږدی وو، د نشو له پرېښودو وروسته اشپزۍ ته مخه کړې ده.
ځوان نعمان چې پخوا په نشه يي توکو روږدی وو، د کابل د جنګلک د معتادینو د درملنې په درې سوه بستریز روغتون کې تر درملنې وروسته اوس روغ شوی او له نورو معتادینو سره له اعتیاد د ژرغورنې په برخه کې مرسته کوي.
امیر محمد یو له هغو موټر چلوونکو نه دی، چې په لویو لارو به یې د موټر چلولو په مهال له نشه يي توکو کار اخیسته ترڅو بې خوبه نشي.
په نشه يي توکو روږدی ناصر چې اوس مهال د کابل په جنګلک روغتون کې بستر دی د نشه يي توکو له ډیرې کارونې په سترګو ړوند شوی.
نور پورته کول