په فراه کې میشت کوچیان له چارواکو غواړي چې د دوی ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د رسولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
فراه کې د ډاکټرانو طبي ټولنې له چارواکو غوښتي چې د شرایطو په پام کې نیولو سره دې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې په پلان بیاکتنه وکړي، تر څو د پولیو ټغر له افغانستان څخه ټول شي.
فراه کې واکسیناتوران وايي د ګوزڼ واکسین پر وړاندې ناسم باورونه د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه وکړي او پدې توګه د ناروغۍ د خپرویدو لامل شي.
د فراه روغتیایي چارواکي له کورنیو غواړي چې د ګوزڼ په اړه روغتیايي سپارښتنې په پام کې ولري او د دې ناروغۍ په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي.