په مزار کې دغې جوړې، محمد حساس او محبوبه محمدي، د افغانستان د استقلال په ورځ واده وکړ. زوم د شاه امان الله او ناوې د ملکې ثریا لباسونو ته ورته لباسونه پر تن کړي وو
افغان پوځ وایي په فاریاب ولایت کې یې په عملیاتو کې "دوه ایراني ترهگر او دوه طالب قوماندانان وژلي دي". د چارواکو په وینا پدغه جگړه کې ٢٥ نور طالب جنگیالي هم وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د انتخاباتو د کمیسیون د ولایتي دفتر مسولین وایي طالبانو ددې کمیسیون ١٠ تنه کاروکوونکي یرغمل کړي دي.
د فاریاب په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چادونه کې څلور ماشومان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
هغه جنګیالي چې تازه په جوزجان ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شوي او ځان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي گڼي ادعا کوي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې امنیت به یې ساتي.
د جوزجان ولایت محلي مقامات وایي په درزآب او خانقاه ولسوالیو کې د داعش د امنیتي گواښونو په وجه شاوخوا ٢٧ ښوونځي تړل شوي دي.
د سمنگان ولایت امنیتي مقامات وایي، د حکومت مخالفین هڅه کوي چې ددې ولایت د ډبرو سکرو د کان کنترول ترلاسه کړي چې په دې ولایت کې خپل فعالیت پراخ کړي.
د بلخ د شاهین په ٢٠٩ قل اردو باندې حمله پای ته رسیدلې ده یوه حمله کونکی نیول شوی او نور ټول وژل شوي دي.
افغان چارواکي وايي له چین نه په تجارتي مالونو بار لومړنی اورګاډی د افغانستان د حیرتانو بندر ته ورسېد.
د دایاک مسؤولان وایي د افغانستان په شمال کې د غیرمسؤلو وسله والو ډلو شمیر د تیر کال په پرتله په سلو کې ٥٠ زیات شوی دی.
د افغانستان د هوایي پوځ قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک د جنگي الوتکو د فعالیت لپاره د درې مرکزونو د جوړیدو خبر ورکړ.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي چمتو دی له پنځه زره جنګیالیو سره د افغان پوځ د غچ اخیستو لپاره تورخم ته ولاړ شي.
د روغتیا وزیر وایي افغانان هر کال ٣٠٠ میلیونه ډالر په گاونډیو هیوادونو کې په درملنې او روغتیایي خدمتونو لږوي.
د افغانستان د کانو وزیر ویلي چې دغه فابریکه په خپل پوره ظرفیت سره کولای شي په ٢۴ ساعتونو کې ۹۵۰ زره متر مکعب گاز له سلفر څخه جلا کړي.
د سمنګان په ولایت کې سیمه اییز چارواکي وايي د آب خورک دډبرو سکرو په کان کې د ۲۷ تنو کان کیندونکو مړي را ایستلي شوي دي.