د افغانستان د دفاع وزارت د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال له پیل څخه څه باندې ۴۸ زره تنه په ملي اردو ځواکونو کې جذب شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، یو شمېر ښځې هم په کومانډو ځواکونو کې په چاڼیزو عملیاتو کې ونډه لري.
د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون نهه کمیشنران لري، چې هر کمیشنر د پنځو کلونو لپاره کار کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په درېیو پړاونو کې یې سلګونه جنرالانو ته تقاعد ورکړی او هر تقاعد شوي جنرال تر لس زرو ډالرو امتیازات لاس ته راوړي دي...
افغان حکومت وایي، چې د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناستې لپاره د کابل او مسکو ترمنځ بحثونه جریان لري او تر اوسه کومې وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي.
د کابل امنیه قومندانۍ وایي، چې نن سهار اته نیمې بجې د کابل په دولسمه ناحیه څرخي پله زندان قراول ته نیږدې ځانمرګی برید شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، له هرو دوو افغانانو یو یې د رواني او ټولنیزو ستونزو څخه کړیږي.
هلمند ته د ولسمشر د سفر پر مهال نن سهار یکشنه ( لړم ۶) پر لښګرګاه ښار باندې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ۳ توغندي لګیدلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی او د اسلام خلیفه ګان هم د جبر په اساس نه بلکې د ټاکنو او رای پر اساس خلافت ته رسیدلي دي.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي چې د ناامنیو او ځینو نورو تخنیکي ستونزو له کبله په غزني او د افغانستان په لسو نورو ولسوالیو کې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات نه کیږي.
په بامیان ولایت کې د څلورم ځل لپاره د ماراتُن منډو سیالۍ پرون د جمعې په ورځ ترسره شوې.
د افغانستان د هوا پیژندنې اداره خبرتیا ورکوي، چې په ایران کې له درنو ورښتونو او سیلابونو وروسته د دغه هیواد ۲۲ ولایتونه د درنو ورښتونو او سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.
د مالیې وزارت بیا وایي، چې دغه کانتینرې له تیرې یوې اونۍ ولاړې دي او دغه کار له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې شوی دی
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، چې په تیره سپټمبر میاشت کې ۷۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان او اروپا تر منځ د سوداګریزو توکو د صادراتو هوایي دهلیز نن د پنجشنبې پر ورځ ( تلې ۵ مه) په کابل کې پرانیستل شو.
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وایي، چې د افغانستان د ټولو لویو لارو په ۳۷۰ چک پاینټونو یې نظارت کړی.
د افغانستان د ټولګټو وزارت له خوا د یوې جوړې شوې طرحې له مخې به یې د بار وړونکو موټروونو د تناژ کنترول په نږدې راتلوونکي کې بریښنایي شي.
د کانونو سروې او قرار دادونه یوازې په هغو ځایونو کې چې د افغان دولت تر ولکۍ لاندې دي، ترسره کیږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د یو شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو په ملتیا هند ته سفر وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د عاشورا ورځې په درشل کې یې د داعش ۲۶ جنګیالي نیولي دي.
نور پورته کول