غفار کاکړ په ۲۰۱۷ کې د ډوک پوهنتون څخه په نړیوال پرمختګ کې ماستري کړې ده. د هند د الله اباد په پوهنتون کې یې اقتصاد او سیاسي علوم لوستي دي. د ۲۰۱۶ کال راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ تلویزون او ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
اوویشت کلنې صفیې وزیر د نیوهمشر ایالت د دموکرات ګوند ټاکنې ګټلي او د ایالتي کانګرس ټاکنو ته دریږي.
د امریکا د دفاع وزیر، جېم متیس وایي چې تر بل هر وخت ډیر اوس په افغانستان کې د سولې د راوستلو هلې ځلې چټکې او پراخې شوي دي.
د افغانستان د سرکس د زده کړې او روزنې مرکز د کابل په بیلابیلو سیمو کې "د خوشحالی اته ورځې" تر نوم لاندې یو فیستوال جوړ کړی. ددې فیستیوال موخه د خلکو په شونډو مسکا راوستل او دوي ته د پولیو د واکسین په اړه پوهاوۍ ورکول دي. ددي مرکز مسول، خلیل الله حمید وایي چې د دغه کار لپاره مو ځکه د کابل سیمه خوښه کړه چې د ماشومانو لپاره د لوبو اسانتیاوې پکې ډېرې کمې دي. هغه وایي چې دغه شان پروګرامونه د خلکو په فکرونو ښه تاثیر لري. دغه مرکز د افغانستان په یولسو ولایتونو کې له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې فعالیت کوي چې د ۱۲۰ نه تر ۱۵۰ کسانو پورې غړي لري. ددغو غړو څخه ۴۰ سلنه یې نجونې دي.
په سعودي کې د هوايي چلند یوې اکاډمئ خپلې دروازې د لمړي ځل لپاره د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیستلې.