د امریکا جمهور رئیس وایي چې د روان کال په پای کې به د ٥٥٠٠ امریکایي سرتیرو پر ځای په افغانستان کې ٨۴٠٠ سرتیري دیره وي.
د هومل د ورزشي کالیو کمپنۍ د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي په ملاتړ په ټویټر کې کمپاین پیل کړی دی.
د افغانستان حکومت ویلي دي چې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره یې له هیڅ ډول هڅې څخه دریغ نه دی کړی.
طالبانو د خپلمنځي نفاق د له منځه وړلو په هیله د ملا عمر ورور او زوی په لوړو دندو گمارلي دي.
د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو یې ملگرو ملتونو ته په یو استول شوي لیک کې ایران د امنیت شورا د پریکړه لیک په ماتولو تورن کړ.
نوې نظرپوښتنې ښئي چې په سلو کې ۴۸ جمهوري غوښتونکي د دونالد ترمپ او په سلو کې ۴۹ دموکراتان د هېلري کلنتن ملاتړ کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په لړ کې د سینگاپور ملي ټیم ته ماتې ورکړه.
په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو نه شاو خوا یو نیم کال وروسته ددې حکومت څخه د افغانانو نارضایتي خورا زیاته شوې ده.
د افغانستان او یونان مقاماتو په آتن کې د افغانستان د سیاسي دفتر د جوړیدو موافقه لیک لاس لیک کړ.
د چاودنو وروسته چې گمان کیږي یو یې ځانمرگی برید و، په بروکسل کې سخت امنیتي تدابیر ونیول شول او ښار په ټپه ودرید.
د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو لوړپوړی مقام وایي چې داعش د ترهگرۍ د تاریخ یو بیساري گواښ دی.
د امریکایي فوټبال سیالیو د اتلولۍ پایلوبه د دوشنبې په شپه وشوه. د دغې لوبې د ٣٠ ثانیو هر تلویزیوني اعلان بیه پنځه میلیونه ډالر وه.
د امریکا د وچې په جنوب کې د زیکا ویروس د پراخیدو سره جوخت، مایکروسفالي پیښې - مغزي زیانونو سره یوځای ولادي نقصان - هم زیاتې شوي.
نیویارک میشته ډله وايي د ملي یووالي حکومت د زورواکو او ظالمو وسله والو ډلو د خپل سریو په قابو کولو کې پاتي راغلی.
په ډنمارک کې اوس پناه غوښتونکي ددې لپاره چې د دولتي مرستو څخه گټه واخلي باید شتمني یې له ١٥٠٠ ډالرو زیاته نه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسلام آباد د تهران او ریاض ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ په وجه سخت اندیښمن دی.
د نړۍ د فوټبال مشهور ستوری کرستیانو رونالدو د ریال مادرید د نوي ترینر زین الدین زیدان تر مشرۍ لاندې د اسپانیه د فوټبال د مشهور کلپ د تمرینونو څخه خوښي څرگنده کړې ده.
افغانستان د ٢٠١٥ کال وروستۍ ورځ د آسیا د جنوب د فوټبال په جام کې د سریلانکا پر وړاندې په ٥ - صفر بریالیتوب سره ولمانځله.
په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا غږ د پښتو ویبپاڼې، تر ټولو زیات لوستل شوي سیاسي، امنیتي، ټولنیز، فرهنگي او ورزشي پیښې.
د افغانستان حکومت د ننگرهار په ولایت کې د څو کسانو د غوڅ شویو سرونو ښودل د قضا له دایرې بهر، خپلسری او قبیح عمل گڼلی دی.
نور پورته کول