په ننګرهار او کندهار کې چارواکي وايي، پاکستاني سرحدي چارواکو نن شاوخوا اوه نیمې بجې له ۳۳ ورځو بندیدلو وروسته افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپلې دروزاې پرانیستلې.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن – سپین بولدک د سرحدي دروازو د بیرته پرانیستلو امر کړی دی.
د ننګرهار چارواکي وایي، د جمعې د سهار راهیسې د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا نه د لعلپورې په ولسوالۍ باندې په لسګونو توغندي لګیدلي چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د ننگرهار د پوهنې چارواکي وایي د داعش د ډلې په گډون د امنیتي گواښونو له وجې شاوخوا دیرش زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د داعش جګړه مارانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کوکنارو فصلونه اړولي دي.
دننګرهار ښځو چارو ریاست وايي وايي د نا امنیو له کبله په دولتي او نادولتي ادارو کې کار سره د ښځو د لیوالتیا کمه شوې ده.
دننګرهار دولتي او روغتیایي مسولین وایي د قومي مخورو په مرسته په اچین، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د پولیو واکسین د پلي کولو هڅې پیل کړي.
په شینوارو کې قومي مشران وايي د داعش ډله ځنګلونه پرې کوي او لرګي يې خرڅوي. په سوریې کې بیا داعش د جنګیالیو معاشونه کم کړي.
چارواکي وایي، طالبانو تیره ورځ د فاریاب په ولایت کې د افغان پوځ د یوې هلیکوپترې د بېړنۍ ناستې په وخت د هغې ۱۸ مسافر یرغمل کړي.
دننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له لوري دپولیو پرواکسین لګول شوي بندیز په بشپړه توګه له منځه یوړل شو.
د ننګرهار په ولایت کې یو ښوونکی چې پخپله په دواړو پښو معلول دی، زده کوونکو ته هره ورځ د ګوزڼ په اړه اړین معلومات ورکوي
د افغانستان په ختیځ کې سندرغاړي او هنرمندان وایي د امنیتي حالاتو او ټولنیزو فشارونو له کبله د خپل مسلک خوشې کیدو ته اړ شوي دي.
د کابل پوهنتون وروسته د جلال آباد ښار په اته کیلومیترۍ کې د ننگرهار پوهنتون د افغانستان په کچه تر ټولو پخوانی پوهنتون دی.
چارواکي وایي چې په کونړ ولايت کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې تیره ورځ یوولس ملکي وګړي وژل شوي او دولس نور زخميان شو ي دي.
د ننګرهار شاوخوا زرو تنو قومي مشرانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او د سياسي او مدني ټولنو استازو د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
چارواکي وایي، د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست ډله یيز ځانمرګي بريدونه د اتو بريدګرو او څلورو افغان امنيتي کارکونکو په وژلو پاى ته ورسیدل.
د زابل ولایتي چارواکي وايي نن د ولایت په مرکزي زندان دریو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی و چې په نتیجه کې ټول برید کوونکي ووژل شول.
د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه نن په کابل کې د ولسمشر کرزي له خوا د آزادۍ په څلي د ګلونو د ګېډۍ په اېښودلو ونمانځل شوه.
د کونړ ولایتي چارواکي وایي چې نن سهار پاکستاني او افغان طالبانو ددغه ولایت د ناړۍ د ولسوالۍ په سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.
نور پورته کول