په زرګونو پروازونه ځڼډول شوي، مکتبونه بند او د ترافیکو تګ راتګ یي سخت ستونزمن کړې دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند وایي په پټه د خبرو ثبتول نور تعبیرونه هم لرلی شي
د ناټو سازمان د پنجشنبې په ورځ د غونډې په دویمه ورځ د خپلې دفاعي وړتیا په زیاتولو بحث وکړ.
د همدې ګوند سیاسي مسؤل وایي د خپلو بندیانو مفصل لستونه یي حکومت ته سپارلي او د حکومت په همکارۍ باور لري.
د اروپايي ټولنې مشر وایي د امریکا د نوي حکومت صادر شوي فرمانونه د اروپايي ټولنې راتلونکې د یو نامعلوم وضعیت سره مخامخ کولې شي.
سپینه ماڼۍ وایي د څلویښتو ډیر هغه هیوادونه پدې بندیز کې ندي متاثره شوي چې اکثریت مسلمانان پکې اوسیږي.
د حکمتیار استازی وایي د حزب إسلامي اکثره هغه قوماندانان چې غوښتل يي کابل ته راشي، نیول شوي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې او دحقوق پوهانو ډلې د شکجنې په اړه د جمهور رئیس ټرمپ څرګندونې د تورې دورې بیا پیل کیدل ګڼلي.
طالبانو د دغه امریکایي او آسترالیایي اتباعو ویدیویي پیغام خپور کړې چې پنځه میاشتې پخوا د کابل نه تښتول شوي وو
د یونان په کیوس ټاپو کې کډوال د اندیښنې ډکې شپې تیروي او نه پوهیږي چې سبا سهار به پری څه کیږي.
په ۱۹۹۹ کال کې د بیل کلنټن نه وروسته دا لمړنی د امریکا برحال جمهور رئیس دی چې د یونان نه لیدنه کوي.
ټرمپ د کمپاین په وخت کې ژمنه کړې چې داعش به له منځه وړي، امریکا ته به د غیرقانوني مهاجرت مخه نیسي او اداري فساد به ختموي.
د اسهامو نړیوالو بازارونو کې بیې مخکې له مخکې د دیموکراتې هیلري کلنټن چې یوازنی انتخاب ګڼل کیدو، د بري په هیله تعینې کړې وې.
مرستندویه سازمانونه هڅې کوي د بیرته ستنیدونکو او د هېواد دننه بی ځایه شوو لپاره اړین کمکونه برابر کړي.
دا چې د بریتانیې شاوخوا ټولې اوبه دي، د افغانستان، سوریې او عراق نه تښتیدلي مهاجرین په اسانۍ نشي ورننوتلې
د هند صدراعظم پر پاکستان سخت انتقادونه وکړل او د پاکستان د نوم ذکرولو په غیر یي وویل د تروریزم زاله یي په ګاونډ کې ده.
سعودي وایي د بریدو اړوند خپرو شوو راپورونو په اړه تحقیق کوي
د ډانلډ ټرمپ هغه ویډو چې په 2005 کال ېې د ښځو په اړه بې شرمانه جنسي تبصری کړې دي، خپره شوېده.
پولیس داسی څرګندوي چې د ۲۰۱۵ کال په ورغلو مهاجرینو کې هغه ترهګرو هم په جرمني کې پناه اخستې چې تروریستي اعمال ترسره کوي
نور پورته کول