د ننګرهار چارواکي وايي پاکستان نن دوشنبه کب ۲۶مه سهار وختي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
په خوست کې چارواکي وایي په يوه جومات کې د "لمانځه د اقامت" پر سر د رامنځته شوې وسله والې نښتې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د خوست يو شمېر خلکو له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو غوښتي دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين پر اهميت او د پوليو ويروس د خطر په اړه په کيدونکي عامه پوهاوي کې خپل رسالت ادا کړي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکو د هغو کسانو پر ګوښه کولو اندېښنه څرګنده کړې، چې په يو شمېر سيمو کې يې د پوليو ويروس د خطر او د واکسين د اهميت په اړه د مبليغينو په توګه عامه پوهاوی ورکاوه.
په خوست کې د پوليو واکسين په پروسه کې د وزيرستاني کډوالو همکاري زياته شوې ده. روغتايي مسؤلينو ويلي دي که دوی خپله همکاري دوامداره وساتي نو د پوليو ويرس د خپرېدو خطر کميږي.
د خوست ولايت په تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو په حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپيان شوي دي.
له دې کبله چې په وروستيو کمپاينونو کې د خوست لسګونه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين محروميږي، ددې ناروغۍ د احتمالي رامنځته کيدونکو پېښو په اړه له يو شمېر خلکو سره اندېښنې زياتې شوي دي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې له زندان څخه اووه تنه بنديان تښتيدلي دي چې د چارواکو په وينا درې تنه يې د وسله والو طالبانو غړي دي.
په خوست کې ځينې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په علي شېر او تريزايي ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې.
د خوست د عامې روغتيا رياست ويلي چې د ګوزڼ په وروستي کمپاين کې په دغه ولايت کې تر۴۰ زرو ډېر ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم شوي دي. مسؤلينو يې لامل ناامني بللې ده.
د لوګر پوليس وايي، د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو پر موټریز کاروان د موټر بم په وسيله ځانمرګی بريد شوی دی.
د پکتيا د ولایتي شورا غړی الله میر بهرام زوی وایي، د یاد ولایت په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې پر يوه ملکي سراچه موټر هوايي برید کې، د يوې کورنۍ لږ تر لږه اووه غړي وژل شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په تریزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بمي چاودنه او.
چارواکي وايي، د پکتيکا په سروضې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې اووه ملکيان وژلي دي.
د خوست اوسېدونکي وايي، سربېره پر دې چې د انټرنېټ کيفيت ټيټ دی، مصارف يې هم ډېر دي
په خوست کې د جلغوزو د غوټو د سپړلو وخت دی چې یو شمېر خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې په نتيجه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې پر يوه کلي د هاوان مرميو د لګېدو په نتيجه کې دوه ماشومان وژل شوي او.
په سوېل ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل وايي، چې د طالبانو له لوري د پکتيکا د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو شپږ تنه بيول شوي خبريالان نن راخوشي شول.
وسله والو طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شپږ تنه خبریالان له موټر څخه تر کښته کېدو وروسته له ځان سره بېولي دي.
نور پورته کول