ولايتي چارواکي وايي، چې د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ څخه ناپېژاندو وسله والو کسانو د سټرلېنګ ماين پاکۍ موسسې څلور کارکوونکي او يو شمېر موټر تښتولي دي.
په خوست کې ولسي پوليسو په کار پيل کړی، دې پوليسو ته خلک ځکه خوشبينه دي، چې په دې سره به د دولت او خلکو ترمنځ واټن راکم او د ترهګريزو او جنايي جرمونو کچه راټيټه شي.
د جمهور رئیس تره عبدالقيوم کوچی وايي، چې ښاغلی غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري.
د افغان پوځ د یو قوماندان د بشري ضد چلند په غبرگون کې د زرمت ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي.
ولايتي چارواکي وايي، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې شپېته ښوونځي د افغان ځواکونو د یو قومندان له لوري د ناوړه چلند په غبرګون کې د اعتراض په توګه تړل شوي دي.
د کندوز له جګړه ځپلو او بې ځايه شوو محتاجو کورنيو سره د مرستې لپاره په خوست کې کمپاين پيل شوی
په لوګر کې د نسايي او ولادي ناروغانو د درملنې روغتون جوړ شوی.
پکتیا کې چارواکي وایي،د دغه ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې لږتر لږه ۱۲۰ طالب وسله وال وژل شوي خو د ولسوالۍ مرکز لاهم د طالبانو په لاس کې دی.
په خوست کې چارواکي وايي سلګونو وسله والو د موسی خیلو په ولسوالۍ برید کړی چې په خبره یې بهرني اورپکې هم په کې وو.
افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو له تېرې چهارشنبې راهیسې سرحدي لارې تړلي دي.