افغانی انجلۍ د "اسیا" په کچه د فعالی ښځی جايزه ترلاسه کړه

  • نوشابه آشنا

نيازۍ وایي جايزه به يې هڅې لا گړندۍ کړي.

ديبا نيازۍ په هندوستان کې داسیا د سلو فعاله ښځو په کتار کې د فعالی ښځی جايزه وگټله.

نوموړی له هندوستان څخه امريکا غږ اشنا ته په مرکه کې وويل:

"دا جايزه هغو ښځو ته ورکول کيږي چې د نورو خويندو لاسنيوې يی کړی وي او په ټولنيزو فعاليتونو کې يې د ښځو ژوند ته خاصه پاملرنه کړی وي".

ديبا نيازۍ وايي کله چې يې د ښځو د يوی ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ، څه موده وروسته په دی فکر کې شوه چې د کليوالو خويندو ستونزو ته په کتو بايد د هغوی لپاره کار وکړي،په همدی هدف يې د سلگونو کليوالو خويندو لپاره د لاسي صنايعو په جوړولو او خرڅلاو کې له هغوې سره مرسته پیل کړه.

د جايزی گټونکی نيازۍ دا مهال د (تار) په نامه د لاسي گنډلو د يو مرکز مشري کوي چې ډیرې ښځې يي له همدی طريقه اقتصادي بسیاینې ته رسولي.

ديبا نيازۍ سره مرکه دلته اوريدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د ديبا نيازۍ مرکه