د زابل ولایت یو څارنوال طالبانو وژلی دی

Archive

د زابل ښاري څارنوال مولانا اسماعیل وسله والو طالبانو ترکوچني اختر يوه ورځ مخکې دکابل – کندهار پرلویه لار دغزني ولایت په اړوند سیموکې ديوه مسافر وړونکې بس موټر څخه یر غمل کړی وو .

نوموړی له تیرو پنځو کالو راهيسې دزابل ښاري څارنوال وو خو کله کله به دمرافعه څارنوالۍ دسرپرست په توګه هم هغه کار کاوه .

دزابل مرستیال والي محمد جان رسوليار امریکاږغ اشنا رادیو ته وويل چي د څارنوال اسماعيل مړی تیر ماښام ترلاسه شوی . نوموړي زیاته کړه چې څارنوال د بهرنیو وسله والو جنګیالو په لاس وژل شوی دی .،، موږپه حقیقت کې خپلې ټولې هڅې په کار اچولې وې ، هم وسله وال مخالفین په مذاکراتو کې مخ کې راغلي وو ، ولي ددوي کار په اصل کې دوکه وه دوي د خپل واک نه وو اوڅارنوال يې په شهادت ورساوه.،،

په پیل کې د نوموړي خلاصون لپاره د ولسي مشرانو په استازیتوب یوه منځګړې ډله هم د دولت له وسله والو مخالفینو سره په خبرو بوخته وه خو دچارواکو په وینا دغو هڅو دهغه په ژغورنه کې هیڅ نتیجه ورنکړل .

نا تائيد شوي راپورونه وايي چي وسله والوطالبانو دڅارنوال اسماعیل دخلاصون په بدل کې دافغان دولت په بند کې د خپلو ځيني زنداني ملګرو دخوشي کېدو غو ښتنه کړې وه خو دزابل ولايتي چارواکو په رسمي ډول دا نده تائید کړې .

له دغې تازه پېښي څخه وروسته د کابل - کندهار دلويې لاري دامنيت په باب اندېښنې يوځل بیا مخ پر زیاتېدو دي .

تیره ورځ د کندهار ، زابل اوغزني په ګډون دمیدان وردګ ولايت په مرکز ميدانښار کې دیادو څلورو ولايتونو واليانو په غونډه کې پریکړه وکړه چې ددغي لاري امنيت ساتلو ته به دپخوا په تناسب پاملرنه زیاتیږي اوستونزه به يې په مستقیم توګه خپله له جمهور ريس کرزي سره شریکوي .

پدغه غونډه کې د یادو څلور ولایاتو دملي امنيت ولايتي رياستونو ته واک ورکړل شوی چې کولاي شي هغه کسان هم په ولايتي زندانونو کې واچوي چي په امنيتي سکتور کې دننه دنده لري خو دخپلو شخصي ګټو لپاره دکابل – کندهار دلويې لاري امنيت له خطر سره مخامخ کوي