د جرمني او فرانسې د فوټبال لوبه کې د شخړې وروسته د جرمني یو لوبغاړی مړ شوی

عکس: ارشیف

د جرمني پولیسو وویل د پایتخت برلین اوسېدونکی ۱۵ کلن فوټبالر په نړیوال ټورنمنټ کې د فرانسې د ټیم د لوبغاړو سره په شخړه کې د سخت ټپي کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۰) مړ شو.

د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ځوان د یکشنبې په ورځ په فرانکفورټ کې په شخړه کې په سر لګېدلی، مغزو ته یې صدمه رسېدلې او په روغتون کې مړ شوی دی.

د پولیسو په خبره، پدې تړاو د فرانسې د ټیم یو ۱۶ کلن لوبغاړی نیول شوی او تراوسه په توقیف کې دی.

دغه شخړه د برلین د جې اف سي (JFC) او د فرانسې دوهم ډویژن د اف سي میټز (FC Metz) ټیمونو ترمنځ د سیالۍ په پای کې رامنځته شوې ده. څارنوالان د پېښې په تړاو پلټنه کوي.

د میټز کلب په یوې اعلامیې کې ویلي: " په فرانکفورت کې ددې اونۍ په لوبه کې له تراژیدۍ وروسته، موږ د رسنیو له لارې د مخالفې لوبډلې د یو ځوان لوبغاړي له مړینې خبر شوو. د میټز ټول کلب ددې تراژیدۍ له امله سخت خواشینی شوی او د ځوان لوبغاړي د کورنۍ او عزیزانو سره غمرازي کوي."

میټز همدارنګه د جرمني له څارنوالانو سره د پېښې په اړه له تحقیقاتو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

ددې کلب په وینا، نیول شوي لوبغاړي "په قصدي توګه د مخالف لوري د لوبغاړي د ژوبلولو په هدف وهل رد کړي" دي. د ټورنمنټ جوړوونکو هم ویلي چې ددې پېښې له کبله سخت خواشیني شوي دي.