وال سټریټ ژورنال: د افغانستان په اړه د اوباما تردد تاوان رسوي

وال سټریټ ژورنال: د افغانستان په اړه د اوباما تردد تاوان رسوي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چې د اوباما اداره له یوې خوا نه خپلو لیبرالو پلویانو ته وايي چې له اوس نه به یو کال وروسته امریکا له افغانستان نه د چټک خروج په لور روانه وي. هرڅوک په دې پوهېږی چې ېوه ټاکلی نېټه موجوده ده. ورځپاڼه دا خبره د سپینې ماڼۍ د اداري رئیس رام امانویل له قوله ليکي.

له بلی خوا نه، افغانستان، پاکستان، د ناټو متحدینو او خپلو پوځي مشرانو ته وايي چې د ٢٠١١ م کال د جولای د میاشتی د وتلو نیټه په واقعیت کې بې مانا شی دی. دا چی بل کال ته به په غټه کچه له افغانستان نه دعسکرو وتل پېل شي، بالکل لا تر اوسه پرې فیصله نده شوې. وال سټرېټ ژورنال دا خبره د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس له قوله لیکي.

ورځپاڼه لیکي، چې د اوباما اداره دا خبرې دافغانستان د جگړې په باب چې جمهوررئېس اوباما یې د ضروری جگړې په نامه یادوی، په یوه وخت کې کوي.

وال سټرېټ ژورنال، دا بله فیصله چې جنرال ستانلی مکرېستل له وظېفې نه لیری کړی شو او د هغه په ځای جنرال ډیوېډ پېټریېس وټاکل شو، پر واقعیت ولاړه نه بولي او وايي چې جمهوررئېس د دغه جنرال اعتبار ته په افغانستان کې ضرورت لري. جنگونه د ارادی ازموینې دي.

ورځپاڼه لېکی چی جنرال پېټرېېس ځکه په عراق کی کامېاب سو چې جمهوررئېس بش دهغه ملاتړ کاوه او دعراق خلکو ېې هم ملاتړکاوه. په دې خبره باندی ملگری و دښمنان دواړه پوهېدل.

دا واقعېت چی موږ په دې قادر نه ېو چې د مارجی کوچنی ښار کنترول کړو، داخو لا پرېږده چې د کندهار په ستر ښار باندی کنترول پېدا کړو، علت ېې دادی چې دکلی ترخلکو پورې، چې موږ غواړو هغوی ځانته راجلب کړو پرحکومت باندی داعتبار له نشتوالی سره مخ دی.

د تیرې جمعې په ورځ نیویارک ټایمز ولیکل چې پاکستان غواړي خپل نفوذ او رسوخ په افغانستان کې پراخه کړي. له دې سره د هغوی ستراتیژیکې گټې هم ملگري دي.

پاکستان وايي چې هغوی دا وخت چې د افغان له جمهور رئېس حامد کرزی سره مذاکرات وکړي، ددی لپاره ټاکلی دی چې هغوی داسی احساس کوي چې د اوباما په اداره کې، د افغانستان د جگړی په سر یو ډول غیر یقیني حالت منځته راغلی دی او دا کار حتی د جنرال مکریستل له جنجال نه مخکی هم موجود و.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې نیویارک ټایمزبله ورځ، د افغانستان پر اقلیتونو باندی، د افغانستان او پاکستان د روغی جوړې د تاثیر په باب د پارلمان د یوه غړي رحمان اوغلو له قوله ولیکلي چې هغه وايي که کرزی غواړي چې افغانستان بیرته طالبانو ته حواله کړي او هغوی غواړي له قوت نه استفاده وکړي نو موږ به بیرته د کورني جنگ مرحلې ته ور داخل شو او افغانستان به تجزیه شي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې جمهور رئیس اوباما تیره اونی وویل چې د طالبانو د بغاوت زور او تحرک به مات کړي خو وال ستریت ژورنال لیکي چې دا به څنگه وي چې طالبان په خپله مات کړی شی؟