له لرګي جوړ یو موټر په ۲۲۵ زره ډالر وپلورل شو

ددې موټر دوه خواوې د چارمغز له تختې، لاندنۍ برخه یې د ناک او مڼې له ونې او بانټ او د شا دروازه یې د توتو له ونې جوړه شوې  ده.

له لرګي جوړ یو موټر چې ګومان کیږي په نړۍ کې ساری نلري، په فرانسه کې په ۲۲۵ زره ډالر وپلورل شو.

دغه موټر چې ماشین یې د پخواني فرانسوي کلاسیک موټر "سیټروین ۲سي‌ وي" او باډۍ یې له لرګیو جوړه ده، د یکشنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) د فرانسې د تورین په ښار کې له خرڅلاو وړاندې وکتل شِو او معلومه شوه چي هر څه یې سم دي.

ددغه موټر باډۍ که څه هم له لرګیو جوړه ده خو "سیټروین ۲سي‌ وي" ته ورته ده. فرانسې په ۱۹۴۸ کې د جرمني د فلکس واګن موټرو سره د سیالۍ دپاره ددې موټرو جوړول پیل کړل.

دا موټر له دې کبله مشهور وو چې قیمت یې کم و او نوم یې ۲سي وي ځکه دی چې د ماشین قدرت یې یوازې دوه هارس پاور دی.

د نیلام په بازار کې پر دې موټر ۱۵۰ تر ۲۰۰ زره یورو قیمت ایښودل شوی وو. له دې وړاندې یو بل کلاسیک سیټروین ۲سي وي موټر په ۱۷۲ زره یورو پلورل شوی و.

د موټر دوه خواوې د چارمغز له تختې، لاندنۍ برخه یې د ناک او مڼې له ونې او بانټ او د شا دروازه یې د توتو له ونې جوړه شوې ده.

ددې موټر جوړونکی ترکاڼ مایکل روبیلاد وايي په جوړولو یې پنځه کاله لګولي دي. هغه په پام کې لري چې نور له لرګي جوړ کلاسیک فرانسوي موټرونه هم جوړ کړي.